Language

په ترافيکي پېښه کې يو ټانکر وسوځېد

مزار شريف ( پژواک ٢١ وږى ٩١ ) : د بلخ ولايت په حيرتان بندر کې له کرولا موټر سره د ټکر له امله د تېلو يو ټانکر وسوځېد.

د بلخ ولايت دامنيه قوماندانۍد امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې  دا پېښه نن مازيګر په شاوخوا څلور نيمو بجو رامنځته شوې ده.

دى وايي، چې  اطفائيې نورو موټرو ته د اور د سرايت مخه ونيوه او  په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله هم نه ده اوښتې.

 

Related Topics