Language

د سرکاڼو د ټولنيزې شورا د سولې کمېسيون مشر ووژل شو

اسعد اباد ( پژواک ٢٢ وږى ٩١ ) : ناپېژاندو وسلوالود کونړ دسرکاڼو ولسوالۍ هغه قومي مشر وواژه، چې دسولې او امنيت لپاره يې کار کاوه.
د سرکاڼو ولسوال شاه محمود د وږي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه نن سهار په نهو بجو ددې ولسوالۍ د شونکړۍ په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه،چې ناپېژاندو وسلوالو ددې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا د سولې او امنيت د کمېسيون مسوول او قومي مشر ملک سيد احمد خان پر موټر ډزې کړي او له لمسي سره يې يو ځاى وژلى دى.
د ولسوال په وينا، دوى پخپل موټر کې د ولسوالۍ پر لور روان و، چې تر بريد لاندې راغلل او تر بريده وروسته وسلوال په تېښته بريالي شوي دي.
شاه محمود وويل ، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي.
نوموړي زياته کړه، چې ملک سيد احمد خان ددولت کلک ملاتړى و او په سيمه کې يې د سولې او امنيت لپاره هلې ځلې کولې.
هغه د ياد قومي مشر وژنه د سولې او د افغانستان ددښمنانو کار وباله.
تر اوسه د هغه د وژنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده ، چې له دې مخکې هم په کونړ ولايت کې يو شمېر قومي مشران او دولتي مامورين وژل شوي او يا هم تښتول شوي دي.

Related Topics