Language

مزار شريف(پژواک٢٢وږى٩١):د سرپل  ولايت اوسېدونكې زربي بي وايي، چې د دوه زامنو قاتل يې هڅه كوي، چې د پيسو له لارې له امنتيي ځواكونو څخه ځان خلاص كړي.

 د سرپل ولايت د مركز يوه كورنۍ، چې د وږي په ۲۲مه، له دغه  ولايت څخه مزارشريف ته راغلي وه، خبريالانو ته وويل، چې د عبدالمنان په نامه د سيمې يو زورواكي په تېره روژه كې د دوې د كورنۍ دوه غړي تښتولي او بيا وژلي دي.

دوى وايي، چې عبدالمنان پوليسو نيولى خو اوس هڅه كوي، چې د پيسو له لارې له امنتيي ولكې ځان خلاص كړي.

 د وژل شويو ځوانانو مور زربي بي پژواك ژانس ته وويل، چې له دولت څخه د خپلو زامنو د قاتل د نيونې او ورسره د قانوني چلند غوښتنه كوي.

 نوموړي چې له سترګو يې اوښكې روانې وې، په داسې حال كې چې دواړه لاسونه يې سره موښل په ژړغوني غږ زياته كړه: ((زه د همدې په خاطر له سرپله مزار ته راغلې يم، چې تاسو مې غږ خلكو او دولت ته ورسوئ، زما زامن يې په سپين ميدان راته شهيدان كړل، زه يې قاتل غواړمه.))

 د هغې په وينا د روژې په ۱۷مه، يې د بابه دين او مجاهد په نامه زامن عبدالمنان وتښتول او بيا يې ووژل.

 د وژل شويو ځوانانو ورور امر الدين پژواك اژانس ته وويل، چې د ورونو له وژلو څه موده وروسته يې د ورنو قاتل عبدالمنان د پوليسو له خوا ونيول شو، خو اوس هڅه كوي، چې ځان بېرته خلاص كړي.

 نوموړي زياته كړه، چې عبدالمنان د سرپل ولايت په يادو پخوانيو جهادي قومندانانو كې حسابېږي، له وسلوالو طالبانو سره هم لار لري، چې د پيسو په زور د ځان د خلاصون په هڅه كې دى.

 د هغه په وينا دوى نن د رسينو له لارې لوړپوړي چارواكو ته خبر وركوي، چې د ده ورونو قاتل مخكې له دې چې محكمه پرې خپله فيصله دايره كړي، بايد خلاص نه شي.

 پژواك خبري اژانس هڅه وكړه، چې د موضوع په اړه له عبدالمنان سره اړيكه ونيسي خو بريالي نه شول.

 خو امنيتي پوليسو تايد كړه، چې د عبدالمنان په نامه كس يې په سرپل ولايت كې د دوه كسانو د قتل په تور نيولى دى.

 په مزارشريف كې د شمال زون د پوليسو د عمومي قوماندانۍ ۳۰۳ پامير وياند لال محمد احمدزي پژواك ته وويل، چې د عبدالمنان په نوم يو كس يې نيولى او په اړه يې د دوى تحيقيقات هم بشپړ شوي دي.

 نوموړي زياته كړه، چې ياده پېښه له دې وروسته له څارنوالى او محكمې پورې اړه لري.

 د هغه په وينا دى ډاډه ته چې كه چېرې عبدالمنان باندې كړى جرم په پوره توګه ثبوت شي نو قانون به جزا وركوي.