Language

پر کونړ پاکستاني بريدونو دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

اسعداباد (پژواک ٢٢ وږى ٩١): د کونړ پر دانګام او سرکاڼو ولسواليو د پاکستاني ځواکونو ٧٨ د توپچي ډزې شوې، چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او يو ټپي دى.

 د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د وږي په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پاکستاني ځواکونو پر يادو ولسواليو د توپچي ډزې کړې او دوو ماشومانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

 د هغه په وينا، د دغو بريدونو له امله په دانګام ولسوالۍ کې څلور کورونه ويجاړ شوي او ٣٥ کورنۍ کوچېدو ته اړې شوې دي.

 نوموړي زياته کړه، چې دغه راز ٣٦ څاروي هم د يادو بريدونو امله له منځه تللي دي.

 د کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو توپچي بريدونه له تېرو پنځو مياشتو راهيسې دوام لري، چې له امله يې د سيمې خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

Related Topics