Language

د لغمان مشرانو او علماوو د فساد پر ضد د ولايتي ادارې د هڅو ملاتړ وکړ

کابل (پژواک ٢٣ وږى ٩١): د لغمان ولايت د سولې، قومي، انکشافي او علماوو شوراګانو په يوه ګډه غونډه کې د اداري فساد او د ځمکو د غاصبينو پر وړاندې د ولايتي ادارې له هڅو خپل ملاتړ اعلان کړ. دغه غونډه، چې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې جوړه شوې وه، چې په کې د يادو شوراګانو لسګونو غړو او د يوناما دوو استازو برخه اخيستې وه. د دغه ولايت د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې مشر حاجي عمر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې د دغه ولايت پر امنيت، د سولې پر پروسې، بيارغونې، د قومي او ټولنيزو شوراګانو پر ستونزو خبرې وشوې. هغه زياته کړه، چې د غونډې ګډونوالو د اداري فساد او د ځمکو د غاصبيو پر وړاندې د ولايتي ادارې له اقدماتو ملاتړ وښود او سپارښتنه يې وکړه، چې د ښې حکومتدارۍ، ښه امنيت او د اداري فساد پر وړاندې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي. نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې د ځايي شوراګانو ستونزې هوارې کړي؛ ځکه چې له دغه کار سره د دولت او ولس ترمنځ همکارۍ زياتېږي. د لغمان د سولې د شورا د ځايي کمېټې مشر وويل، چې په دغه ولايت کې د سولې پروسه په برياليتوب سره روانه ده او ګڼ شمېر مخالفين له دې پروسې سره يو ځاى شوي دي. د علماوو شورا په استازيتوب مولوي خميني پژواک اژانس ته وويل،يو شمېر هغه کسان چې په فساد کې ککړ دي، هغوى د ولايتي ادارې پر ضد تبليغات کوي. هغه زياته کړه، چې د ولايتي ادارې په هلو ځلو يو شمېر کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي دي، چې اوس د خپلو کړنو د پټولو په موخه يې غوغا جوړه کړې ده. نوموړي له مرکزي دولت او د سيمه ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې وغوښتل، چې په ولايتونو کې قومي او ټولنيزې شوراګانې غښتلې کړي،ځکه چې د دوى په همکارۍ ولايتي او ځايي ادارې پياوړې کېږي. د يادې غونډې په پاى کې پرېکړه ليک هم ولوستل شو، چې په کې د هغو تبليغاتو د مخنيوي غوښتنه شوې، چې د ولايتي ادارې پر ضد د يو شمېر هغو کسانو له خوا کېږي، چې په فساد کې ښکېل او د ځمکو په غصب کې لاس لري. په پرېکړه ليک کې زياته شوې: ((موږ د پورته ذکر شوو شوراګانو مشران او غړي د فساد او غصب پر وړاندې د مبارزې له دغو هڅو خپله ننګه او ملاتړ اعلانوو او موږ په لاندې برخو کې د ولايتي ادارې کړي کارونه ستايو.)) په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د ښې حکومتدارۍ رامنځته کول او د اداري فساد پر وړاندې کلکه مبارزه يې هغه هڅې او نوښتونه دي، چې له امله يې ډېری مخالف وسلوال د سولې له روان بهير سره يو ځای شول. د پرېکړه ليک په بله ماده کې راغلي، چې د امنيت د ټينګښت او ثبات په راوستو کې د امنيتي ساحې پراخېدل وروسته د امنيتي مسوليتونو د لېږد له پروسې او د افغان ځواکونو په ملاتړ د ولسونو پاڅونونه هغه څه دي چې په دغه ولايت کې يې اوس په افغان امنيتي ځواکونو د ولسونو باور لا زيات کړى دى. په پرېکړه ليک کې له سيمه ييزو ارګانونو او مرکزي حکومته غوښته شوې، چې د لغمان د سيمه ييزې ادارې ملا ور وتړي او د غاصبينو او مجرمينو په ځپلو کې له ځايي ادارې سره په کلکه ودرېږي. په کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند بشير بهرام پژواک اژانس ته وويل، چې د يوې ادارې پر وړاندې شکايتونه او يا هم سوله ييز لاريونونه ترسره کول د خلکو حق او د ډيمواکراسۍ اصل دى. ده زياته کړه، چې په هره اداره کې ستونزې وي،د سيمه ييزو ارګانونو اداره د دې ستونزو د معلومولو په موخه هر وخت سيمو ته پلاوي لېږلي او خپلې پلټنې يې کړې دي. خو هغه د لغمان په اړه وويل، چې هلته ښه حکومتداري رامنځته شوې، امنيت تر ډېره ټينګ او د سولې پروسه هم په ښه توګه روانه ده؛ ځکه چې ګڼ شمېر مخالفين په دغه ولايت کې له دولت سره يو ځاى شوي دي. د نوموړي په وينا، د سولې پروسه د امنيت په راوستلو کې مهم رول لوبولى شي او له همدې امله دا پروسه په لغمان کې په برياليتوب ترسره کېږي. د يادونې ده، چې څه موده مخکې د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو د ځايي ادارې پر ضد لاريون کړى و او ادعا يې کوله، چې په دغه ولايت کې امنيت نشته او د بيارغونې کارونه هم نه ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.