Language

په غزني کې د يوې سيمه ييزې راډيو د مسول پر کور بريد وشو

غزني ښار (پژواک،۲۳ وږى ۹۱): په غزني کې ديوې سيمه ييزې راډيو دمسوول پر کور ناپېژاندو وسلوالو بريد کړى.
دغه بريد تېره شپه ناپېژاندو وسلوالو د غزني ښار اړوند د کلا ازاد په سيمه کې کړى دى، چې چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په غزني کې د سيمه ييزې کليد راډيو مشر نثاراحمد ازادزوى د وږي په ٢٣ مه پژواک اژانس ته وويل،چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې د ده پر کور وسلوالو کسانو له دوو خواوو څخه بريد وکړ،خو چا ته يې له امله زيان نه دى اوښتى.
نوموړي زياته کړه: ((له کليد راډيو څخه څو ځلې په غزني کې د دولتي ځمکو د غصب راپورونه خپاره شول، چې وروسته دوه ځلې د ټېلېفون له لارې هم وګواښل شوم.))
د هغه په وينا، وسلوال کسان د ده د کور تر څنګ ولاړ وو، خو چې کله يې پرې غږ وکړ، هغوى پرې ډزې وکړې.
د ازاد په خبره، د ده د کور تر څنګ د پوليسوامنيتي پوسته هم شته او وسلوالو پر هغه پوسته هم ډزې وکړې او له هغه وروسته وتښتېدل.
نثاراحمد وايي، چې پوليسو د وسلوالو د ډزو په ځواب کې هېڅ ونه کړل.
بل پلو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک اژانس ته وويل، کله چې له پېښې خبر شو، امنيتي ځواکونه يې سيمې ته ولېږل، خو له پلټنو وروسته يې څوک په تور پيدا نه کړل.
د هغه په وينا، د پېښې په اړه يې پلټنې دوام لري، څو روښانه شي، چې وسلوال کسان څوک وو او ولې يې د ده پر کور بريدکړى.
نوموړي زياته کړه: ((امنيتي ځواکونه تل د خبريالانو په خدمت کې دي او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې خبريالانو ته زيان ورسوي.))
د يادونې ده، چې په غزني کې د نورو امنيتي پېښو ترڅنګ خبريالان هم له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

Related Topics