Language

ولسمشر په پکتیکا کې د ماین چاودنې له امله د ملکي خلکو وژنه وغندله

کابل ښار (پژواک ٢٤ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې هغه ماین اېښودنه په کلکه وغندله، چې له امله يې یو شمير ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پکتيکا چارواکي وايي، چې تيره ورځ ناوخته د دغه ولايت د خوشامند ولسوالۍ د ټغرې په سيمه کې د ملکي وګړو پر یو تراکتور د وسلوالو مخالفينو لخوا خښ شوى ماين وچاوديد، چې له امله یې شپږ ملکي وګړي ووژل شول او يو تپي شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د وږي په ٢٤ مه پژواک اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د ملکي وګړو د تګ را تګ او په عامه واټونوکې د ماینونو ایښودل د انساني او اسلامي اصولو پر خلاف ناروا عمل وباله او هغه یې په کلکه وغانده.

د سرچينې  په وينا، ولسمشر کرزى د دغې پيښې د وژل شويو کسانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپي کسانو ته د سملاسي روغتیا هیله کوي.