Language

په پکتيکا کې د ماين چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي ووژل شول

ښرنه (پژواک ٢٤ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې د يوه ماين د چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او يو ټپي دى.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د خوشامند ولسوالۍ د ټغرې په سيمه کې د ملکي وګړو پر تراکتور د وسلوالو مخالفينو لخوا خښ شوى ماين وچاودېد، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، دغه پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوه، چې ياد ملکي وکړي د بوټو وهلو په موخه غرنۍ سيمې ته تللي وو او بېرته کورونو ته د راستنېدو په حال کې وو.

نوموړي زياته کړه، چې د پکتيکا د والي محب الله صميم له خوا امنيتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې، چې د پېښې پلټنې پيل کړي او عاملين يې ژر تر ژره ونيسي.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.