ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د الينګار ولسوالۍ د ملي امنيت مرستيال ووژل شو

د الينګار ولسوالۍ د ملي امنيت مرستيال ووژل شو

author avatar
15 Sep 2012 - 10:19
د الينګار ولسوالۍ د ملي امنيت مرستيال ووژل شو
author avatar
15 Sep 2012 - 10:19

جلال اباد (پژواک ٢٥ وږى ٩١): د لغمان چارواکي وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت په الينګار ولسوالۍ کې څو تنو وسلوالو د ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير مرستيال وژلى او د نوموړي مېرمن يې ټپي کړې ده.

د لغمان  د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژاسن ته وويل، چې تېره شپه څو تنه وسلوال د مېلمنو په بڼه د يادې ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير د مرستيال سيد پاچا کور ته ورغلي وو.

هغه زياته کړه، کله چې د ملي امنيت مرستيال دغو وسلوالو ته د کور دروازه خلاصه کړې، هغوي پرې ډزې کړې دي.

د ځواک په وينا، په دغه بريد کې د ملي امنيت مرستيال وژل شوى او مېرمن يې ټپي ده، چې د مهترلام روغتون ته وړل شوې ده.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالطيف قيومي پژواک اژانس ته وويل، چې د سيد پاچا مېرمن يې په مهترلام روغتون کې له لومړنۍ درملنې وروسته د جلال اباد روغتون ته لېږدولې او روغتيايي حالت يې ښه وښود.

د نوموړي د وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.