Language

په کندهار ښار کې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

کندهار ښار (پژواک ٢٥ وږى ٩١): په کندهار ښار کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه  د ښار د ميرويس مېنې د چارباغ په سيمه کې د پوليسو پر يوه رينجر موټر رامنځته شوې ده. 

د فيصل په وينا، په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه ټپيان دي.

د ميرويس روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې يو مړى او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د عبدالقدوس په نوم د پېښې  يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چې پوليس پر ګزمه بوخت وو، چې د ماين چاودنه پرې وشوه.

د هغه په وينا، په چاودنه کې د پوليسو رينجر ويجاړ شوى دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.