اسلام اباد (پژواک ٢٥ وږى ٩١): په قبايلي سيمه کورمه ايجنسۍ کې ناپېژانده وسلوالو دوه افغان کډوال وژلي دي.
په کورمه ايجنسۍ کې ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې يوولس بجې د افغانستان پولې ته څېرمه د ګېدو په کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دغه افغان کډوال نږدې غرونو ته د لرګيو راټولولو په موخه تللي وو، چې د وسلوالو تر بريد لاندې راغلل.
د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د دوو افغان کډوالو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې درېيم وژل شوى ځايي اوسېدونکى دى او د منګل په قوم پورې تړاو لري.
د عبدالرشيد په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوي افغانان غرونو ته نږدې په يوه کلي کې اوسېدل او له غرونو يې د سون لپاره لرګي راوړل.