Language

اسعد اباد ( پژواک ٢٦ وږى ٩١ ) : د کونړ چارواکي وايي ، چې ديوه ځانمرګي بريد کوونکي په ګډون يې شپږ وسلوال مخالفين نيولي دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د وږي په٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې ياد مخالفين د ملي امنيت د ځواکونو لخوا د کره معلوماتو په اساس د مرورې ولسوالۍ د بچي له سيمې څخه نيول شوي دي.

خو والي د دوى د نيول کېدو کره نېټه ونه ښوده.

هغه زياته کړه ، چې په نيول شويو کسانو کې د تخار ولايت د دشت قلعه ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى ځانمرګى بريدګر دى، چې په پاکستان کې د ځانمرګي بريد لپاره روزل شوى و.

د والي په وينا، له نوموړي سره دوه نور د کونړ اوسېدونکي او  درې دپاکستان د سوات سيمې اوسېدونکي نيول شوي دي.

وحيدي وايي ، چې دوى پخپلو پلټنو کې اعتراف کړى، چې غوښتل يې د کونړ ولايت پر چارواکيو ځانمرګى بريد وکړي.

د هغه په وينا، د پلان له مخې ، ددوى نورو ملګرو ورته په کومه ټاکلې سيمه کې د ځانمرګي بريد واسکټ سپارلو، خو له موخې مخکې ونيول شول.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا کسان په داسې حال کې نيول شوي ، چې ايساف په هوايي بمبار کې په دې ولايت کې ٢٠ تنه وسلوال مخالفين وژل شوي دي. 

Related Topics