کابل ، کلات ( پژواک ٢٦ وږى ٩١ ) : ناټو وايي ، چې يوه شکمن افغان پوليس ددوى پر سرتېرو ډزې کړي او څلور سرتېري يې وژلي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د وږي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا پېښه نن سهار وخته د افغانستان په سوېل کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې يوه شکمن افغان پوليس ددوى پر سرتېرو ډزې کړې دي او څلور تنه يې وژلي دي.
ايساف وايي، چې ددې داخلي بريد په اړه يې پلټنې پيل کړې دي، خو سرچينې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.
بايد وويل شي ، چې د افغانستان په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
بلخوا د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي ، چې دا پېښه ددې ولايت په ميزان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
ددې ولايت دامينه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي پژواک خبرې اژانس ته وويل ،چې ددوى د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې څلور د ناټو سرتېري او يو پوليس وژل شوي دي، خو زياتوي چې بشپړ جزئيات نه لري.
هغه زياته کړه، نن سهار د زابل امنيه قوماندان د بېلابېلو امنيتي ارګانونو له مسوولينو سره يو ځای سيمې ته تللی، تر څو پېښه له نږدې وڅېړي او کله چې څېړنې پای ته ورسيږي، نور جزييات به يې له رسنيو سره شريک کړي.
بلخوا وسلوالو طالبانو هم ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ،چې يوه پوليس څلور امريکايي سرتېري وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
طالبانو ادعا کړې، چې دامريکايي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو رسمي سرچينو دا ادعا نه ده تاييد کړې.
پرون هم په هلمند ولايت کې يوه سيمه ييز پوليس د ايساف دوه بريتانوي سرتېري ووژل .
د دغو سرتېرو په وژل کېدو سره، په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ٣٣٦ تنو ته ورسېده.
هېره دې نه وي، چې په دې وروستيو کې د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنيو سرتېرو د بريدونو لړۍ تونده شوې ده.
د روان زېږديز کال کې په لومړيو اتو مياشتو کې د افغان ځواکونو په شاوخوا ٣٥ بريدونو کې د ناټو ٥١ سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايان دي.
په دغسې ډول پېښو کې يواځې په تېرې اګست مياشت کې ١٥ تنه وژل شوي، چې د دا ډول پېښو تر ټولو خونړۍ مياشت وه.
ددې بريدونو په زياتېدو سره، امريکا تېره مياشت د افغان سيمه ييزو پوليسو د روزنې لړۍ ودروله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP