ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوځي کارپوهان: د استخباراتي کمزوريو له امله د شوراب پر اډه بريد وشو

پوځي کارپوهان: د استخباراتي کمزوريو له امله د شوراب پر اډه بريد وشو

author avatar
16 Sep 2012 - 14:21
پوځي کارپوهان: د استخباراتي کمزوريو له امله د شوراب پر اډه بريد وشو
author avatar
16 Sep 2012 - 14:21

کابل ښار (پژواک، ٢٦ وږى ٩١) : د پوځي چارو يو شمېر کارپوهان د ناټو پر شوراب پوځي اډې وروستى بريد داستخباراتو ناکامي بولي او زياتوي چې طالبان دومره هم نه دي کمزوري، څومره چې يې په اړه پروپاګنډ کېږي .
يوه ډله وسلوالو طالبانو ، چې په سپکو ، درنو وسلو، ځانمرګيو واسکټونو او لاسي بمونو سمبال وو، وړمه شپه د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د شوراب پر بوسټيان پوځي مرکز ډله ييز بريد وکړ.
ايساف وايي،چې په دې بريد کې يې دوه سرتېري وژل شوي، نهه سرتېري ، اته نور نظامي کارکوونکي او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي .
دغه راز په دې بريدونو کې د ناټو شپږ جنګي الوتکې ويجاړې،دوه زيانمنې او نورو پوځي بارکونو او ودانيو ته هم زيان اوښتى دى.
د شوراب پوځي مرکز د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار شمال لوېديځ ته د واشېر او ناد علي ولسواليو ترمنځ د ګرشک ولسوالۍ يوه هواره سيمه کې موقعيت لري، کلک امنيتي تدابير ورته نيول شوي او دې مرکز ته رسېدل له څو امنيتي کمربندونو څخه تېريدل دي.
دا چې وسلوالو مخالفينو څه ډول وکولى شول، چې دغه مرکز ته له پرمختللو سپکو او درنو وسلو سره ځان ورسوي، پوځي کارپوهان يې په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د پوځي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخېل د وږي په ٢٦ مه پژواک اژانس ته وويل،هغه تبليغات او پروپاګنډ، چې د افغان دولت او نړيوالو له خوا کېږي، چې ګواکې وسلوال طالبان کمزوري شوي، له دې بريده څرګنده شوه، چې دا دروغ وو.
د هغه په وينا، د وسلوالو طالبانو تر شاه ډېر غښتلي هېوادونه او استخباراتي کړۍ شته، چې له هره پلوه د دوى ملاتړ کوي او هغوى د داسې غښتلي او نادره بريدونو جوګه کوي.
نوموړي زياته کړه، چې له دغه بريد ښکاري، چې په افغانستان کې د امريکا د استخباراتي شبکې (CIA) او د ناټو د نور هېوادونو استخباراتي شبکو فعاليتونه خورا کمزوري دي او خلک په پروپاګنډو تېر باسي.
امرخېل وويل: ((په ټوله نړۍ کې چريکي جګړې ډېرې سختې دي، ځکه د هغوى وخت، ځاى، څومره والى او څرنګوالى نه وي معلوم، نو بايد په داسې حالاتو کې استخباراتي شبکې ډېرې زياتې فعالې اوسي.))
د ده په خبره،امريکايانو او نړيوالو فکر وکړ،چې دوى په يوه ضربه طالبان او القاعده وځپل او له همدې امله يې خپل استخباراتي فعاليتونه، په هغه ډول، چې لازم وو، په قوت ترسره نه کړل.
دى وايي، چې په پوځي اصولو کې د دغه ډول پېښو پر مهال دا شک راپيدا کيږي، چې دښمن به خامخا دننه په اډه کې خپل کشفي خلک درلودل او يا به ټول پيره داران غافل شوي وي.
جنرال امرخېل زياته کړه، چې د نړيوالو استخباراتو او پوځيانو ترمنځ همغږي نشته او له همدې امله د هغوى اداره په افغانستان کې کمزورې ده او د دغه ډول پېښو د مخنيوي وړتيا نه لري.
په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو پخوانى قوماندان او پوځي کارپوه جنرال رحمت الله رووفي پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوال طالبان نه دومره کمزوري دي، چې په اړه يې تبليغات کيږي او نه ډېر غښتلي دي.
د هغه په وينا،وسلوالو طالبانو له سيمې سره له بلدتيا څخه په ګټې اخيستنې او د خپلو استخباراتو په غښتلتيا سره دومره لوى بريد وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې اوسنۍ جګړه يواځې د استخباراتو او ماينونو جګړه ده او افغان دولت او نړيوالو ته په کار دي، چې خپله استخباراتي مبارزه پياوړې کړي.
خو پوځي کارپوه او د افغانستان د استخباراتو پخوانى مامور جنرال عبدالواحد طاقت بيا وايي ، چې دا پېښه د امريکايانو او انګرېزانو د دوه مخو استخباراتي اېجنټانو له خوا رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، ښايي دا به د دوى باوري اېجنټان وي، چې له وسلو سره يې دننه پريښي دي او پخوا به ډېر ځله دغه اډې ته راغلي وي او له ټولو کمربندونو، ساتونکو وسايلو او د اډې له جغرافيوي او مهمو ځايونو سره به بلد وي.
نوموړي زياته کړه: ((همدغه ډول پېښه په خوست کې هم، څو کاله مخکې رامنځ ته شوه، چې د سي اى اې يوه دوه مخي اېجنټ د سي اى اې د کارکوونکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه.))
طاقت وايي،چې امريکايان او انګريزان په خپل منځ کې د خپلو ستراتيژيکو ګټو پر سر ستونزې لري او که دغه کار د دوى استخباراتي اېجنټانو نه وي کړى، بيا به يې په خپل منځ کې سره کړى وي.
د ده په خبره، د امريکا د استخباراتي ادارې (CIA) او د برېتانيا د اسخباراتي ادارې (MI6) چې څومره اوازې وې، چې ګواکې دا ډېرې غښتلې استخباراتي ادارې دي، په افغانستان کې د دوى اصلي څېره په ډاګه شوه، چې دومره نه دي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.