محمودراقي (پژواک ٢٧ وږى ٩١): په کاپيسا کې د البيروني پوهنتون سلګونو محصلينو په يوه اعتراضيه غونډه کې د هغه فلم جوړول وغندل او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه، چې د اسلام د ستر پيغمبر بې حرمتي په کې شوې ده.
په امريکا کې د سام باسيل په نوم د فلم جوړولو يوې کمپنۍ داسې فلم جوړ کړى، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته بې حرمتي شوې ده.
دغه فلم بيا په امريکا کې د هغه کشيش له خوا خپور شوى، چا چې تېر کال د قران کريم د ځينو نسخو د سوځولو ناوړه هڅه کړې وه.
د همدغه فلم په غبرګون کې د کاپيسا د البيروني پوهنتون شاوخوا ٣٠٠ محصلينو نن له غرمې مخکې د پوهنتون په انګړ کې د ياد فلم د خپرېدو په غبرګون کې اعتراضيه غونډه وکړه.
د غونډې ګډونوالو “مرګ پر امريکا” شعارونه ورکول او د امريکا بيرغ ته يې اور ورته کړ.
د دې غونډې ګډونوالو د يو پرېکړه ليک په صادرولو سره د ياد فلم جوړول په کلکه وغندل او عاملينو ته يې د محاکمې او سزا غوښتنه وکړه.
د غونډې ګډونوالو په پرېکړه ليک کې ګواښ کړى، چې که اسلامي مقدساتو ته درناوى ونه شي، نو لاريونونو ته به دوام ورکړي.
د البيروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د درېيم ټولګي محصل او د يادې غونډې ګډونوال عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد فلم له لارې د اسلام ستر پيغمبر ته بې حرمتي مسلمانان سخت په غوسه کړي دي.
ده له ټولو مسلمانانو وغوښتل، چې د فلم په اړه غبرګون وښيي ترڅو په راتلونکي کې څوک دا ډول کار ونه کړي.
د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم د دغه فلم په غبرګون کې سوله ييز لاريونونه شوي او د افغانستان دولت هم د دغه فلم خپرول او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته بې حرمتي په کلکه غندلې ده.
خو نن په کابل ښار کې په دې اړه لاريون کې تاوتريخوالى رامنځته شو.
د کورنيو چارو وزارت د چټک غبرګون د قطعې قوماندان مل پاسوال محمدفهيم قايم د معلوماتو له مخې، نن د کابل ښار په پکتياکوټ سيمه کې لاريون کوونکو پوليس په ډبرو وويشتل، چې له امله يې ٢٠ پوليس ټپيان شول.
د ده په وينا، لاريون کوونکو څلور کانټينرونه او د پوليسو يو رينجر موټر سوځولي او د افسوټر په نوم تصدۍ يې هم په ډبرو ويشتلې ده.
د ياد فلم له خپرېدو وروسته په ليبيا، مصر او ځينو نورو اسلامي هېوادونو کې هم د امريکا پر ضد لاريونونه شوي دي.
په ليبيا کې لاريون کوونکو د امريکا سفير له درېيو نورو امريکايي کارکوونکو سره وواژه.
په کابل کې د امريکا سفير جيمز کوننګهم د اسلام ضد فلم خپرول غندلي او ويلي يې دي، چې دغه کار د ټولو امريکايانو استازيتوب نه شي کولی.
خو هغه ويلي، چې په امريکا کې د بيان ازادي هم د دوی له مهمو اصولو څخه ده.
په کابل کې د امريکا سفير ويلي : (( زموږ حکومت ددې اجازه نه لري او نه شي کولی، چې ديوه شخص د بيان دازادۍ مخه ونيسي، که هغه څومره له نفرته ډک نظر هم وي.))