Language

د بلخ خبريالانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت د رسنيو پر سانسور تورن کړ

مزارشريف (پژواک، ٢٧ وږى ٩١): د بلخ ولايت خبريالانو د اطلاعات او کولتور وزارت د رسنيو په سانسور تورن كړ او د کندهار د پنځو خبريالانو پر مړينه يې غمرازي وښوده.

د دغه ولايت په مركز مزارشريف ښار كې د وږي په ۲۷مه د افغانستان د شمال خبريالانو ټولنې د يوې غونډې په ترڅ كې وويل، چې په دې وروستيو کې د اطلاعاتو او کولتور وزارت د يو شمېر رسنيو پر ضد هڅې روانې كړې دي.

د دغې ټولنې غړي او په مزارشريف كې د كليد راډيو د نشراتو مسوول عظيم رسالت وويل،چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت هڅه كوي، چې رسنۍ تر خپل فشار لاندې وساتي.

نوموړي زياته كړه، چې د بيان ازادي په افغانستان كې له مهمو اصولو څخه ده او ياد وزارت بايد دغه اصل ته احترام ولري.

د هغه په وينا، ياد وزارت په دې وروستيو كې د سبا تلوېزون په ګډون ځينې رسنۍ پرته له دې ، چې د رسنيو د سرغړواي كمېسيون يې دوسيې وڅېړي، څارنوالۍ ته معرفي كړې دي، چې دا د رسنيو د قانون خلاف كار دى.

رسالت زياته کړه: ((د اطلاعات او کولتور وزارت ځكه پر رسينو فشار راوړي، چې په دې وروستيو كې ولسي جرګې د استجواب لپاره غوښتى، نو هڅه كوي، چې په دې توګه د يو څه لاس ته راوړنو دروغجنه ننداره جوړه كړي.))

همداراز په ياده غونډه كې دكابل-کندهار پر لويه لاره د ۵۳ وژل شوو کسانو، چې د کندهار پنځه خبريالان هم په کې وو، غمرازي وښوده.

د افغانستان د شمال د خبريالانو ټولنې مشر سمېع الله غوښتون خبريالانو ته وويل، چې ياده پېښه خورا دردوونكې وه او د ټولو وژل شوو افغانانو كورنيو ته د صبر غوښتنه كوي.

نوموړي په دې پېښه كې د پنځو خبريالانو وژل كېدل په افغانستان او په ځانګړې توګه په سوېل كې د رسنيو د پرمختګ او د بيان د ازادۍ پر وړاندې ننګونه وبلله.

په ياده ناسته كې د هېواد په شمال كې د خبريالانو پر وړاندې د ناسم چلند او د دولتي چارواكو له خوا ورسره د معلوماتو د نه شركېدو په اړه هم خبرې وشوې.

همداراز د يادې ټولنې د رهبري شورا غړي او د اريانا تلوېزون خبريال محمد بشير انصاري وويل، په دې وروستيو كې يې خبر ترلاسه كړى، چې په فارياب او پكتيا ولايتونو كې له ځينو خبريالانو سره ناسم چلند شوى، چې دوى يې په كلكه غندي.

همداراز نوموړي زياته كړه، چې د هېواد په شمال كې لا هم خبريالان د خبري موادو د پيدا كېدو په برخه کې له خنډونو سره مخ كېږي.

انصاري وويل: ((كله چې امنيتي او دولتي مسوولين كومه لاسته راوړنه ولري، نو بيا خبريالانو ته د ترانسپورټ اسانتيا هم برابروي، چې خبر تر پوښښ لاندې ونيسي؛ خو چې كله خبريال په خپله په كومه موضوع كار كول غواړي او د دوى ځينې نيمګړتياوې په كې راسپړل كېږي، نو خنډ جوړوي.))

نوموړي ورته عمل د بيان د ازادۍ خلاف وباله.

د غونډې په پاى كې د افغانستان د شمال د خبريالانو ټولنې له خوا درې ماده ييز پرېكړليك هم وړاندې شو.

په پرېكړه ليك كې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا له رسنيو او د پكتيا او فارياب ولايتونو له خبريالانو سره د ناسم چلند پر وړاندې غبرګون ښودل شوى،د كابل او کندهار پر لويه لاره د پنځو خبريالانو په ګډون د ۵۳ وژل شوو افغانانو له کورنيو سره غمرازي راغلې ده.

Related Topics