Language

دوه وسلوال وژل شوي او د اردو دوه منسوبين ټپيان دي

محمودراقي (پژواک ٢٨ وږى ٩١): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د پيل شوو چاڼيزو عملياتو پر مهال لږ تر لږه دوه وسلوال طالبان وژل شوي او د ملي اردو دوه منسوبين ټپيان دي.
د تګاب امنيه قوماندان شېرشاه يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو ياد عمليات تېره ورځ پيل کړي دي.
د ده په وينا، تېره شپه د دغو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونه د شينکۍ په سيمه کې د کورونو پر تلاشۍ بوخت وو، چې وسلوالو مخالفينو پرې بريد وکړ او لنډه نښته رامنځته شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې د ملي اردو يو افسر او يو سرتېرى ټپي شول.
هغه وويل، چې په نښته کې يو شمېر وسلوالو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله واوښته، چې دى يې د شمېرې په اړه کره معلومات نه لري.
سرچينې زياته کړه، چې په سيمه کې اوس هم چاڼيز عمليات روان دي.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د تګاب امنيه قوماندان وايي، چې نن سهار شاوخوا ٧ بجې د دې ولسوالۍ په پاينده خېلو سيمه کې وسلوالو مخالفينو د ريموټ کنټرول په وسيله د سړک غاړې ماين ته چاودنه ورکړه.
دى وايي، چاودنې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د سرچينې په وينا، چاودنه لږ وروسته له هغه وشوه، چې د ملي اردو يو موټر پر يو خښ شوي ماين وخوت.
د هغه د څرګندونو له مخې، وروسته امنيتي ځواکونو هغه دوه وسلوال مخالفين په نښه کړل او ويې وژل چې ماين ته يې چاودنه ورکړې وه.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې طالبانو په پاينده خېلو کې د افغان امنيتي ځواکونو يو ټانک الوځولى او پنځه تنه يې په کې وژلي دي.

Related Topics