Language

په بګرام کې پر تاوتريخوالي د اوښتونکي لاريون مخنيوى وشو

چاريکار (پژواک ٢٨ وږى ٩١): په بګرام کې لاريون کوونکي د امريکايي ځواکونو اډې ته روان وو، چې امنيتي کسانو يې مخنيوى وکړ او پنځه تنه يې تاوتريخوالي ته د لاريون کوونکو د هڅولو په تړاو ونيول.
په امريکا کې د سام باسيل په نوم د فلم جوړولو يوې کمپنۍ داسې فلم جوړ کړى، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته بې حرمتي شوې ده.
دغه فلم په امريکا کې د هغه کشيش له خوا خپور شوى، چا چې تېر کال د قران کريم د ځينو نسخو د سوځولو ناوړه هڅه کړې وه.
نن د پروان د بګرام ولسوالۍ د غلام علي بازار په جومات کې سلګونه تنه راټول شول او دغه عمل يې په کلکه وغانده.
يادو کسانو په جومات کې تر غونډې وروسته لاريون پيل کړ او د بګرام په هوايي ډګر کې د امريکايي ځواکونو د لويې اډې پر لور وخوځېدل.
خو امنيتي ځواکونو د هوايي ډګر په شاوخوا دوه کيلومترۍ کې د لاريون کوونکو مخه ونيوه او وروسته له هغه چې څو کسان يې ونيول، لاريون کوونکي خواره واره شول او لاريون پاى ته ورسېد.
د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال زمري ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لاريون کوونکو په ډله کې يو شمېر داسې کسان وو، چې لاريون کوونکي يې تاوتريخوالي او هوايي ډګر ته د دننه کېدو لپاره هڅول.
د ده په وينا، امنيتي ځواکونو د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه د لاريون کوونکو مخه ونيوه او پنځه “مغرض” کسان يې ونيول.
د بګرام د پراختيايي شورا مشر او د دغه لاريون ګډونوال غياث الدين بخشي وايي، چې دوى غوښتل د ياد فلم په غبرګون کې سوله ييز لاريون وکړي، خو د لاريون کوونکو په ډله کې ځينو کسانو تاوتريخوالي ته لمن وهله.
ده وويل، د ياد فلم جوړوونکي بايد محاکمه شي او افغانستان دې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون وځنډوي.
د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم د ياد فلم په غبرګون کې سوله ييز لاريونونه شوي او د افغانستان دولت هم د دغه فلم خپرول په کلکه غندلي دي.
خو تېره ورځ په کابل ښار کې په دې اړه لاريون کې تاوتريخوالى رامنځته شو.
د کورنيو چارو وزارت د چټک غبرګون قطعې د معلوماتو له مخې، د کابل ښار په پکتياکوټ سيمه کې لاريون کوونکو پوليس په ډبرو وويشتل، چې له امله يې ٢٠ پوليس ټپيان شول.
د دغه فلم له خپرېدو وروسته په ليبيا، مصر او ځينو نورو اسلامي هېوادونو کې هم د امريکا پر ضد لاريونونه شوي دي.
په ليبيا کې لاريون کوونکو د امريکا سفير له درېيو نورو امريکايي کارکوونکو سره وواژه.
په کابل کې د امريکا سفير جيمز کوننګهم د اسلام ضد فلم خپرول غندلي او ويلي يې دي ، چې دغه کار د ټولو امريکايانو استازيتوب نه شي کولی.
خو هغه ويلي، چې په امريکا کې د بيان ازادي هم د دوی له مهمو اصولو څخه ده.
په کابل کې د امريکا سفير ويلي : (( زموږ حکومت ددې اجازه نه لري او نه شي کولی، چې ديوه شخص د بيان دازادۍ مخه ونيسي ، که هغه څومره له نفرته ډک نظر هم وي.))

Related Topics