کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩١) : د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل په ننني ځانمرګي بريد کې اته بهرنيان او څلور افغانان وژل شوي او ١١ تنه نور ټپيان دي.
نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د کابل د هوايي ډګر پر څلوېښت متره سړک د يوه بهرني هوايي شرکت د کارکوونکو پر موټر د يوه کرولا موټر په وسيله ځانمرګى بريد وشو.
د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه بريد غندلى او ويلي يې دي، چې د دې پېښې ١١ تنه ټپيان، چې ملکي افغانان دي، د پوليسو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ مرستيال محمد داوود امين خبريالانو ته وويل، چې په دې پېښه کې وژل شوي د روسيې او سوېلي افريقا وګړي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، بهرني وژل شوي کسان د (اې سي اېس) په نامه د يوه بهرني هوايي شرکت پيلوټان وو، چې په خپل فلاينکوچ موټر کې له قلعه فتح الله څخه د دندې په لور روان وو.
د سوېلي افريقا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دغه هېواد اته وګړي د کابل په ننني ځانمرګي بريد کې وژل شوي دي.
د دغه بريد مسؤوليت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې بريد کوونکې د فاطمې په نامه يوه ٢٢ کلنه نجلۍ وه.
د دغه حزب وياند هارون زرغون پژواک ته وويل، چې دغه بريد د اسلام ضد فلم د خپرېدو په غبرګون ترسره شوى دى.
حزب اسلامي ويلي دي، چې په دغه بريد کې ١٤ بهرني کارکوونکي وژل شوي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن