کلات (پژواک،٢٩ وږى ٩١): امنیتي چارواکي وايي، چې د کابل – کندهار پر لویه لاره د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې د ایساف د اکمالاتي کاروان ۱۳ موټر سوځول شوي دي.
د زابل ولایت د شهرصفا ولسوال ښادي خان د وږي په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه برید تیره شپه لس بجې شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د ایساف ځواکونو اکمالاتي کاروان د شپې لس بجې هغه وخت د ارهډ مانده په سیمه کې تر برید لاندې راغى، چې له سیمې څخه تېریده.
د هغه په وينا، په ياد برید کې ۱۳ اکمالاتي موټر سوځول شوي دي او یو تن هم په کې ټپي شوى دی.
د ده په خبره، د اکمالاتي کاروان مسوولین د شهرصفا ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له خبرتیا پرته د شپې ناوخته تګ کاوه او له همدې امله پرې بريد وشو.
ولسوال د کاروان پر مسوولینو تور ولګاوه، چې د دوى د بې غورۍ له امله دولت کمزوری او وسلوال طالبان پیاوړي ښکاري او اوس دوى له ولایتي ادارې سره په ګډه پر یوه پلان کار کوي، تر څو په راتلونکي کې د اکمالاتي کاروانونو د مسوولینو د دا ډول خپلسریو مخه ونیسي.
وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دى.
قاري یوسف احمدي پژواک اژانس ته وویل، چې په برید کې ۱۳ موټر سوځول شوي او یو شمېر ساتونکو ته يې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP