Language

د دوو ښځو په ګډون د غلو يوه ډله ونيول شوه

مزارشريف (پژواک ٢٩ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې پوليسو د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې د دوو مېرمنو په ګډون د وسلوالو غلو يو بانډ نيولى او وروسته يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال محمد سالم احساس د وږي په ۲۹مه په خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل، چې له ډېرې مودې راهيسي په مزارشريف ښار او اړوند ساحو كې يې غلاوې كېدې، چې دوى يې د شنډولو په هڅه كې وو.

نوموړي زياته كړه، چې دغه غلاوې د يو وسلوال بانډ له خوا كېدلې، چې شپږ په كې سړي او دوه ښځې شاملې وې.

د هغه په وينا، ياد باڼد تېره ورځ د مزارشريف ښار په شور دښته كې له غلا كولو وروسته د پوليسو له خوا ونيول شول.

احساس وويل: ((په بانډ كې له شاملو مېرمنو به د غلا په موخه كشفي معلومات برابرول، كورنو ته به تلې او د پاتې بانډ د غړو لپاره به يې لارې په ګوته كولې.))

نوموړي زياته كړه، چې له نيول شوي بانډ څخه دوه كرولا موټر، يو څه زېورات، درې ميكاروف تومانچې او د تصوير اخيستو درې كمرې ترلاسه شوې دي.

امنيه قوماندان د يو طالب د نيولو خبر هم وركړ، چې اووه ډوله بېلابېل په تروريستي کړنو کې کار اخيستونکي وسايل ورسره نيول شوي دي.

نوموړي همدازاز زياته كړه، چې دوى يو بل غل له يوه موټرسايكل سره، چې دوه ورځې وړاندې يې د ښار په اړوند ساحه کې تښتولى و، هم نيولى دى.

Related Topics