کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩١): صلاح الدين رباني له دولت څخه په ټينګه وغوښتل، چې د پلار د وژل کېدو قضيه يې په جدي توګه تعقيب او په دې اړه د افغانستان خلکو ته رښتيني معلومات ورکړي.
د سولې د عالي شورا او جمعيت اسلامي ګوند پخوانى مشر برهان الدين ربانې تېر کال د وږي په ٢٩مه د کابل ښار په وزير اکبرخان سيمه کې په خپل کور کې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
ځانمرګي ځان د سولې د خبرو لپاره ځان د وسلوالو طالبانو استازى پېژندلى و، خو طالبانو پر رباني د بريد مسووليت نه دى منلى.
د سولې د عالي شورا اوسني مشر صلاح الدين رباني نن په کابل کې د برهاالدين رباني د لومړي تلين په اړه جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل، چې د پلار تر وژنې وروسته يې د هېواد ډېر نور مومن، جهادي او هېواد ته ژمن شخصيتونه هم وژل شوي دي.
خو د سولې د عالي شورا مشر په خواشينۍ سره وويل، چې دولت د ځنځيري قتلونو د قضيو په تعقيبولو کې بريالى نه دى.
رباني زياته کړه: “د افغانستان د جهاد او مقاومت د مشر تر وژنې يو کال وروسته هم هېچا ځواب او يا روښانه معلومات نه دي وړاندې کړي او د استاد ترڅنګ د نورو کسانو د وژنې قضيې لا هم ګونګې پاتې دي.”
ده وويل، خلک حق لري ترڅو وپوهېږي چې په دې ځنځيري قتلونو کې څوک ښکېل دي او د کومې موخې لپاره يې ترسره کوي.
صلاح الدين رباني وويل، چې د پلار د قتل د قضيې د څېړلو لپاره يې چې کوم هيئت پاکستان ته تللى و، تر اوسه يې پايلې څرګندې نه دي.
ده وويل، يو ځل بيا ټينګار کوي، چې د پلار د وژنې قضيه دې په جدي توګه تعقيب شي او په اړه دې د افغانستان خلکو ته رڼه معلومات وړاندې شي.
هغه زياته کړه، چې د استاد رباني د هڅو موخه په هېواد کې سوله او د خلکو هوساينه وه او تل يې د سولې پر هڅو ټينګار کاوه.
صلاح ا لدين ربانى زياته کړه: “شهيد مشر په ټولنه کې د عدالت د تامين لپاره، سولې او هوساينې ته د خلکو د لاسرسي او د ثبات او امنيت د استقرار لپاره ټول عمر جهاد او مبازره وکړه او په همدې لاره کې شهيد شو.”
هغه همداراز يادونه وکړه، چې په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان پر وړاندې برخليک ټاکونکې ورځې پر وړاندې پرتې دي.
ده په يادو دوو کلونو کې له بهرنيانو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو لېږد او ولسمشريزې ټاکنې يادې کړې.
هغه وويل، چې دولت، سياسي ګوندونه، روڼ اندې او ديني او قومي مشران او مدني بنسټونه بايد په هېواد کې د تلپاتي امنيت، ثبات او هوساينې ته د لاسرسي او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
هغه وايي: ((موږ بايد د افغانستان خلکو ته هيله ورکړو، چې له دومره ستونزو ګاللو او له کلونو مبارزې او مجاهدت وروسته، د خپل هېواد د ابادۍ وړتيا او توان لرو. خلک ونه وېروو، چې که نړيواله ټولنه موږ ته تياره مړۍ وړاندې نه کړي، نو بله چاره نه لرو.))
صلاح الدين رباني د سيمې له هېوادونو او نړيوالو وغوښتل، چې د تل پاتې سولې لپاره د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
ده همداراز د دولت پر مخالفينو غږ وکړ، چې د خداى غوښتنې ته، چې سوله ده، غاړه کېږدي، د پرديو د لاس اله نه شي او نور هېواد له بحران سره مخ نه کړي.
د سولې د عالي شورا مشر وويل، د دولت وسلوال مخالفين بايد پوه شي چې جګړه د حل لاره نه ده.