Language

لسګونو ميله درنې او سپکې وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

ايبک، مزار شريف (پژواک ٢٩ وږى ٩١): په سمنګانو کې ٧٦ ميله درنې او سپکې وسلې او يوه اندازه مهمات او په مزارشريف کې هم ٣٠ ميله وسلې د ډاياک پروګرام ته وسپارل شول.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدخليل اندرابي په مرکز ايبک کې په دې اړه په نيول شوو مراسمو کې وويل، چې له يادو وسلو څخه ٦٠ ميله امنيه قوماندانۍ او پاتې نورې د ملي امنيت رياست په روان کال کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې راټولې کړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو وسلو کې يو بي اېم يو توغندى ويشتونکى، يو ٧٥ ملي متري توپ، يو ٨٢ ملي متري منځنى هاوان، يو زيکو يک، يوه دهشکه، پنځه ميله ماشينګڼې، د ار پي جې ٧ راکټونه، ٢٩ ميله کلاشينکوفونه، ١٦ ډول ډول تومانچې، ١٨ ميله ډول ډول ټوپک، پنځه د وسايطو ضد ماينونه، پنځه د پرسونل ضد ماينونه او په زرګونه د بېلابېلو وسلو مرمۍ شاملې دي.

د سمنګانو والي خيرالله انوش په يادو مراسمو کې وويل، چې په دې برخه کې د امنيتي ارګانونو هڅې د ستاينې وړ دي.

ده وويل، چې له وسلوالو مخالفينو او ناقانونه وسلوالو د وسلو ټولول په حقيقت کې د امنيت د ټينګښت پر لور ګام دى او په دې سره د وژنو او نا امنيو مخنيوى کېږي.

په شمال کې د ناقانونه وسلوالو د بې وسلې کولو د پروګرام (ډاياک) مسوول جنرال عبدالمنان عابد په يادو مراسمو کې وويل، چې د دغه پروګرام له پيل څخه تر اوسه په سمنګانو کې ١٢٤٩ ميله درنې او سپکې وسلې او ٤٦١ ټنه مهمات ډاياک پروګرام ته سپارل شوي دي.

دغه راز د ده د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د ناقانونه وسلوالو ٥٢ ګروپونه بې وسلې شوې دي.

دى وايي، چې په دغه ولايت کې ٦٥ د دولت وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي .

د يو بل خبر له مخې، د بلخ د سولې د عالي شورا كمېسون ۳۰ ميله بېلا بېل ډول وسلې په شمال كې د وسلې ټولونې پروسې ډاياګ ته وسپارلې.

د بلخ ولايت د سولې د عالي شورا كمېسون د اړيكو مسوول قاري ذبيح الله پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د تېر يو كال په ترڅ كې يې د له ياد كمېسون سره له يو ځاى شويو وسلوالو مخالفينو څخه ۳۰ ميله وسلې تر لاسه كړې وې.

نوموړي زياته كړه، په يادو وسلو كې د سپكې او درنې بېلا بېل ډوله وسلې شاملې وې، چې نن يې ټولې د شمال زون د وسلې ټولونې پروسې ډاياګ ته وسپارلې.

Related Topics