Language

په هرات کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي

هرات ښار ( پژواک، ٢٩ وږى ٩١): د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د پوليسو د روزنيز مرکز په مخ کې د چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او پنځه نور ټپيان دي.
د لوېديځې حوزې پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالرووف احمدي وايي، چې دغه چاودنه په يوه موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله نن سهار اووه بجې په ادرسکن ولسوالۍ کې د پوليسو د روزنيز مرکز په مخکې رامنځته شوه .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پيښه کې دوه تنه، چې د پوليسو د روزنيز مرکز ساتونکي وو، وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
احمدي زياته کړه ، چې دغه ساتونکي د يوه خصوصي شرکت اړوند دي.
ددې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده ، چې دوه مياشتې مخکې په ادرسکن کې د ملي پوليسو په روزنيز مرکز کې د چاودنې له امله د ايساف يو سرتيرى ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
په دې مرکز کې ملي پوليس د ايساف ځواکونو لخوا روزل کيږي.

Related Topics