Language

اته مخالفين او ناقانونه وسلوال ونيول شول

چاريکار (پژواک ٣٠ وږى ٩١): د پروان ولايت د ملي امنيت رياست وايي، چې د دولت اته مخالفين او ناقانونه وسلوال کسان په دغه ولايت کې له وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د پروان د ملي امنيت رياست له خوا نن (د وږي ٣٠مه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې څلور تنه د دوراهي، خلازيي او د بګرام ولسوالۍ په مرکز کې نيول شوي دي.

سرچينه وايي، چې له دغو کسانو دوه ميله مکروف تومانچې، يو اندازه ډول ډول مهمات، ١٧ دوربينونه، نظامي بوټونه او جامې، ١٢ موبايلونه، يوه ثريا مخابره او يو لپ ټاپ کمپيوټر ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې هغوى غوښتل له دغو وسلو او مهماتو نه په ورانکارو فعاليتونو کې ګټه واخلي.
د سرچينې په وينا، څلور ناقانونه وسلوال هم د پروان په مرکز چاريکارو کې له څلور ميله تومانچو سره نيول شوي دي.

د پروان د والي ويانده روشنا خالد وايي، چې د دغو اتو تنو په نيول کېدو سره به ورانکارې کړنې کمې او امنيت به ښه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ ناقانونه وسلوالو په چاريکارو کې د وسلو د راټولولو او له موټرو د تورو ښيښو د فلمونو د لرې کولو د عملياتو پر مهال خپل موټر د ملي امنيت او پوليسو مؤظفينو ته و نه دراوه او په هغوى يې ډزې وکړې.

په دې پېښه کې يوه ښځه، يو ماشوم او يو نارينه ووژل شول او دوه نور ملکي کسان ټپيان او د پېښې عاملين په تېښته بريالي شول.

د يادونې ده، چې د پروان والي عبدالبصير سالنګي د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د کاليزې په ورځ ويلي وو، چې يو شمېر پخواني جهادي قوماندانانو خپلو کسانو ته ناقانونه وسلې ورکړې، چې دغه کار د امنيت د خرابېدو لامل شوى، خو هغه د دغو قوماندانانو نومونه ياد نه کړل.

Related Topics