Language

حکومت: پاکستاني جګړن پر کامدېش د بريدونو مشري کوله

کابل (پژواک٣٠ وږى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې يوه پاکستاني متقاعد افسر جګړن يوسف د نورستان پر کامدېش ولسوالۍ د تېرې ورځې د بريدونو مشري کوله.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي نن (د وږي ٣مه) په کابل کې د بهرنيو چارو او ملي دفاع د وزارتونو له ويندويانو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، تېر سهار شاوخوا ٤ بجې او ٣٠ دقيقې، طالبانو چې ډېر يې پاکستانيان او بهرنيان وو، د نورستان پرکامدېش ولسوالۍ بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې دغه پلان شوى بريد وو او د سيمه ييزو امنيتي چارواکو په وينا، دغه بريدونه د مېجر (جګړن) يوسف په نوم يوه پاکستان متقاعد افسر رهبري کول. خو ده وويل، چې ملي پوليسو په برياليتوب سره وکولى شول د مخالفينيو د يوې لويې ډلې، بريد په شا وتمبوي.

د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني نن پژواک خبري اژانس ته وويل، د دولت سلګونو مخالفو وسلوالو، چې د پاکستاني سرحدي ملېشو ملاتړ ورسره وو، پر کامدېش ولسوالۍ له څلورو خواوو جګړه پيل کړه.

نورستاني وويل، د پوليسو او طالبانو ترمنځ دغه جګړه تېر ماښام د ١٥ وسلوالو طالبانو په وژل کېدو او ٢٠ نورو په ټپي کېدو پاى ته ورسېده. د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې درې پوليس هم وژل شوي دي.

د نورستان امنيه قوماندان وويل، چې وسلوالو مخالفينو له ماتې وروسته د تېښتې په وخت کې د سيمې د اوسېدونکو اته کورونه هم سوځولي دي. کامدېش او برګمټال د نورستان هغه نا ارامې ولسوالۍ دي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د پراخو جبهه يي جګړو شاهدې دي. د دغو ولسواليو ترڅنګ د وانت وايګل ولسوالۍ اوس هم د وسلوالو مخالفينو په ولکه کې ده.

وسلوالو طالبانو د جګړې د پاى ته رسېدو او وروستيو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي

Related Topics