کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩١): ولسمشر حامدکرزي د يوه ځانګړي فرمان له مخې د لسو ولايتونو لپاره نوي واليان وټاکل.
د چارو د ادارې وياند رفيع فردوس د وږي په ٣٠مه په يوه خبري کانفرانس کې وويل چې د تخار پخوانى والي عبدالجبار تقوا د کابل، جنرال محمد نعيم بلوچ د هلمند، د فارياب پخوانى والي تورنجنرال احمد فيصل بېګزاد د تخار د والي په توګه ټاکل شوي دي. دغه راز سرچينې زياته کړې، چې سلطان محمد عبادي د بغلان، په ولسي جرګه کې د ننګرهار پخوانى وکيل عبدالمجيد د ميدان وردګو، محمد سرور ثبات د نيمروز او د لوګر پخوانى وکيل فضل الله مجددي د لغمان د والي په توګه ټاکل شوي دي. د چارو د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لغمان والي د لوګر د نوي والي په توګه ټاکل شوى او د لوګر والي محمد طاهر صبري يې د بادغيس د والي په توګه ګومارلى دى. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې اړه د ولسمشر په احکامو کې راغلي، چې اړوند مشورتي بورډ بايد د دوو مياشتو په موده کې د يادو واليانو د تقرر مراحل طى کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر د يوه بل ځانګړي حکم له مخې، د بغلان پخوانى والي عبدالمجيد په ټولنيزو چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه ټاکل شوى دى. خو د چارو د ادارې په خبرپاڼه کې د وردګو د والي حليم فدايي او د هلمند د والي ګلاب منګل د برخليک په اړه څه نه دي ويلي شوي.