کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩١): د ملي دفاع وزارت وايي، چې له بهرنيو ځواکونو سره د ګډو عملياتو محدودول د افغان حکومت په غوښتنه شوې ده.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال ظاهر عظيمي نن (د وږي ٣٠مه) د کورنيو او بهرنيو چارو د وزارتونو او د چارو د ادارې له ويندويانو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې افغان ځواکونو له بهرنيانو سره د ټولي په کچه ګډ عمليات پاى ته رسولي، خو د کنډک، لوا او قل اردو په کچه ګډو عملياتو ته به دوام ورکړي.
هغه زياته کړه، دا چې تر ٢٠١٤ کال پورې امنيتي چارې افغان ځواکونه پر غاړه اخلي، نو د دې پروسې د برياليتوب لپاره اړينه ده چې د ګډو عملياتو چارې په تدريجي ډول افغان لوري ته وسپارل شي. عظيمي وويل، چې د ګډو عملياتو لړۍ به تر ٢٠١٤ کال پورې پاى ته ورسېږي او وروسته له هغه به ټول عمليات او ګزمې په خپلواکه توګه افغان امنيتي ځواکونه کوي.
د ملي دفاع وزارت وياند وايي، چې د ګډو عملياتو افغاني کول له نړيوالې ټولنې د ولسمشر حامد کرزي د غوښتنې له مخې ترسره کېږي.
دا په داسې حال ده، چې ايساف ځواکونو وړمه ورځ پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې له افغان ځواکونو سره يې له دې امله ګډ عمليات محدود کړي،تر څو اسلام ته د سپکاوي د خپور شوي فلم له امله پر بهرنيو د افغان ځواکونو د احتمالي بريدونو مخه ونيسي.
ايساف ويلي، چې تر دې وروسته له افغان ځواکونو سره د کنډک تر کچې ټيټ، د ټولي او بلوک په کچه ګډ عمليات محدود کړي؛ خو عظيمي وايي، چې د دې ډول عملياتو اړتيا او ترسره کېدل به د دواړو لورو د لويو قوماندانانو له خوا ارزول کېږي.
ايساف وروسته له هغه دا پرېکړه کوي، چې په امريکا کې د جوړ شوي فلم په غبرګون کې چې د اسلام ستر پيغمبر (ص) ته په کې سپکاوى شوى، پر بهرنيو ځواکونو د افغان سرتېرو بريدونه ډېر شوي دي.
په تازه پېښو کې دوه ورځې وړاندې په زابل کې يوه شکمن افغان پوليس، څلور بهرني سرتېري پر ډزو ووژل. له روان کال راهيسې تر پنځوسو ډېر بهرني سرتېري د افغان سرتېرو او د افغان سرتېرو له يونيفورم څخه په ګټې اخيستنې د ځينو نورو کسانو په بريدونو کې وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل، چې افغان حکومت هم د دغو بريدونو په اړه اندېښمن دى، خو د مخنيوي لپاره يې له خپلو ټولو امکاناتو ګټه پورته کړې ده.
هغه زياته کړه، چې د همدې موضوع لپاره درې ځلې د افغانستان د ملي امنيت شورا ناسته وکړه او د دا ډول بريدونو د مخنيوي پر لارو چارو يې سره خبرې وکړې.
څه موده وړاندې ملي دفاع وزارت د دې لپاره، چې پر بهرنيو د افغان سرتېرو مخه ونيسي، د ملي اردو په سلګونو شکمن سرتېري نيولي او يا يې هم د دغو ځواکونو له ليکو ايستلي دي.