ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ګمرک  په ورځنيو عوايدو کې  شل ميليونه افغانۍ زياتوالى راغلى

د ننګرهار ګمرک په ورځنيو عوايدو کې شل ميليونه افغانۍ زياتوالى راغلى

author avatar
21 Sep 2012 - 09:24
د ننګرهار ګمرک  په ورځنيو عوايدو کې  شل ميليونه افغانۍ زياتوالى راغلى
author avatar
21 Sep 2012 - 09:24

جلال اباد( پژواک ٣١ وږى ٩١) : د ننګرهار ګمرک رييس وايي، چې د پراخو بدلونونو له امله ددغه رياست ورځني عوايد د تېر کال پرتله شل ميليونه افغانۍ لوړ شوي دي.

 د ګمرک رييس احسان الله کاموال د وږي په ٣١مه، پژوک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل ،  يو کال مخکې وروسته له هغه، چې دى له ننګرهار څخه هرات ته بدل شوى و، نو د ننګرهار د ګمرک عايدات لږ شول.

نوموړي زياته کړه، دده له تلو وروسته ننګرهار ته راتلونکي ډير مالونه له ګمرکي محصولاتو پرته قاچاق کېدل او د ګمرک اداره په يوه نظامي مرکز بدله شوې وه.

د ګمرک رييس وايي ، وړم کال ده د ننګرهار ګمرک عواېد  يوولس ميليارده افغانيو ته په  لوړولو سره لومړى مقام ګټلى و او تېر کال چې په هرات کې و،  هرات ته يې لومړى مقام وګاټه.

احسان الله کاموال پرته له دې ، چې د تېر کال دقيق ارقام څرګند کړي پژواک ته وويل، چې ننګرهار ته له بېرته راتګ سره سم يې هر ورځ شل ميليونه افغانۍ په عوايدو کې زياتوالى راغلى دى.

نوموړي د عوايدو د لوړېدو لامل د مفسدو مامورينو ګوښه کول، اصلاحات راوستل، د مالونونو د فرار مخه نيول، د زورواکو لاس لنډول او قانوني سوداګرو ته د اسانتياوو ورکول په ګوته کړل.

کاموال وويل،  چې د روان کال په وري مياشت کې يې اووه سوه دوه شپېته مېليونه، په غويي مياشت کې اته سوه پنځه نوي مېليونه او په غبرګولي مياشت کې يې نهه سوه نهه ديرش مېليونه افغانۍ عواېد را ټول کړي دي.

د ګمرک رييس زياتوي ، چې ژر به د غازي امان الله خان ښارګوټي ته مخامخ د ګمرک د نوې ودانۍ لپاره له هغې يو نيم زر جريبه ځمکې څخه دېوال را تاو کړي، چې په راتلونکي کې به پکې نورې ودانۍ هم  جوړې شي.

د هغه په وينا،احسان الله کاموال وويل، په تورخم بندروالۍ کې د سوداګرو د اسانتياوو لپاره ستر ګودامونه جوړوي او هڅه کوي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ ټولې چارې نورمال حالات ته راوګرځي.

د ګمرک رييس وويل، وړمه شپه يې هم د کامې او ګوشتې په ولسواليو کې دوه موټره سوداګريز توکي نيولي، چې غوښتل يې له ګمرکي محصول پرته يې کابل ته ولېږدوي.

کاموال ډاډ څرګند کړ ،چې سږکال به د وړم کال په څېر د ننګرهار عواېد دومره لوړ کړي، چې ګمرک به يې د هېواد په ګمرکونو کې لومړى ځاى خپل کړي .

په ختيځو ولايتونو کې دسوداګرۍ خونې مشر انجينر محمد قاسم يوسفي پژواک اژانس ته وويل، چې د دويم ځل لپاره د ګمرک د رييس په توګه د احسان الله کاموال  له ګومارنې سره سوداګرۍ وده  کړې ده.

هغه زياته کړه ، وړم کال په منځنۍ کچه هره ورځ د تورخم بندر  په سوداګريزو توکو بار ١٢سوه موټر هېواد ته را ننوتل، چې دغه کچه تېر کال اته سوه موټرو ته راټيټه شوې وه.

يوسفي وويل، چې د ګمرک رييس د هغو مامورينو مخه نيولې، چې له زورواکو سره يې جوړ جاړى درلوده او قانوني سوداګرو ته يې سوداګريزې اسانتياوې ورکړي دي.

د نوموړي په وينا،که د ګمرک رييس ګمرکي تاسيسات پراخ کړي ، ښايي عوايد يې نور هم لوړ شي.

د ننګرهار يوتن سوداګر ډاکټر مخلص احمد پژواک اژانس ته وويل، چې د عواېدو لوړېدو يو ستر لامل د پاکستان له لوري سوداګرو ته د ترانزيټي اسانتياوو برابرول او په کراچۍ بندر کې له افغاني مالونو څخه د قيوداتو پورته کول دي.

مخلص زياته کړه : (( په ګمرک کې يو شمېر مامورين شته، چې د وزيرانو، واليانو او پارلمان له وکيلانو سره تړلي دي ، په فساد کې لاس لري، چې د ګمرک رييس يې له دندو نه شي لرې کولى.))

دغه ملي سوداګر وويل، چې تېر کال ګمرکي چارو سوداګر  دومره ستومانه کړي و، چې اوسنۍ اداره  ورته ډير محبوبيت لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.