Language

ګډو ځواکونو زرګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيولي دي

کابل ( پژواک ٣١ وږى ٩١ ) : افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د زرګونو کيلو ګرامه نشه يي توکيو د ترلاسه کولو خبر ورکړى دى.

په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د وږي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد نشه يي توکي تېره ورځ د هلمند ولايت په مربوطاتو کې ترلاسه شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې ګډو ځواکونو د ګزمې پر مهال يو شمېر شکمن موټر تالاشي کړل، چې له پټو ځايونوڅخه يې ٢٦٨٠ کيلو ګرامه وچ ترياک، ١٥٠ کيلو ګرامه تازه ترياک، ٨٥٠ کيلو ګرامه نور نشه يي توکي او يوه کڅوړه چرس ترلاسه شوي دي.

ايساف وايي، چې په دې ګډو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي، خو دې نشه يي توکيو سره د تړاو په تور څوک نه دي نيول شوي، خو د عملياتو پر مهال له دې نشه يي توکيو سره يو شمېر وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د وژل شويو مخالفينو په اړه کره شمېره نه ده ورکړل شوې او زياته شوې، چې ترلاسه شوي نشه يي توکي په سيمه کې له منځه وړل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.