Language

بيا هم پاکستاني ١٦٩ توپچي بريدونو په کونړ کې مالي زيانونه واړول

اسعدآباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩١): د پاکستاني ځواکونو له خوا د کونړ پر سرکاڼو او دانګام ولسواليو بيا هم ١٦٩ توغندي ويشتل شوي، چې له امله يې د سيمې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

پاکستاني ځواکونه له تېرو څو مياشتو راهيسې د کونړ پر سرحدي سيمو د توپچي ډزې کوي، چې له امله يې تر اوسه ١٢ هېوادوال وژل شوي او تر ٤٠ زيات نور ټپيان شوي، دغه راز د دغو بريدونو له امله سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

په داسې حال کې چې د بهرنيو چارو وزارت په امنيت شورا کې د پنجشنبې په ورځ پر سرحدي سيمو د پاکستان پوځ د توغنديزو بريدونو د دوام په صورت کې د دواړو هېوادونو د اړيکو د خرابېدو خبردارى ورکړى، په همدغه مهال د کونړ چارواکي پر دانګام او سرکاڼو ولسواليو د پاکستاني ځواکونو د تازه توغنديزو بريدونو خبر ورکوي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدى وايي، چې پاکستاني ځواکونو په تېرو ٤٨ ساعتونو کې پر دانګام ولسوالى ١٦٢ او په سرکاڼو اووه توغندي ويشتلي، چې د دواړو سيمو خلکو ته يي مالي زيانونه اړولي خو مرګ ژوبله نه لري.

دانګام د کونړ هغه سرحدي ولسوالۍ ده ، چې د نورو سرحدي سيمو په پرتله پرې د پاکستاني ځواکونو له خوا زيات توغنديز بريدونه کېږي.

که څه هم د کونړ پر سرحدي ولسواليو له تېرو پنځو مياشتو د پاکستاني ځواکونو له خوا پرله پسې توغنديز بريدونه دوام لري، چې له امله يې٥٥ کسانو ته د مرګ ژوبلې پر اوښتو سربېره لسګونه کورونه ويجاړ شوي، ١٤٠٠ کورنۍ يې د کورونو پرېښودو ته اړشوې او نهه هکتاره ځنګلونه سوځېدلي خو اوس افغان دولت د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د دې مسئلې په وړاندې کولو سره د دغو بريدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.

له دې وړاندې هم د دغو بريدونو د مخنيوي لپاره د افغان دولت او پاکستاني چارواکو ترمنځ تر لوړې کچې خبرې شوې خو کومه نتيجه يې نه ده ورکړې.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول دوه ورځې مخکې په ځانګړي اجلاس کې، د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې وويل، چې د پاکستان له خوا پر کونړ دوامداره بريدونه د دواړو هېوادونو اړيکې له ګواښ سره مخ کولاى شوي.

هغه د دغو بريدونو د هرڅومره ژر درېدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: ((دغو بريدونو د افغانانو غوسه راپارولې او زموږ د هېواد خلک له دغو بريدونو ډېر په تشويش کې دي.))

زلمي رسول خبردارى ورکړ، که پاکستان دغه بريدونه ونه دروي د افغانستان او پاکستان اړيکې به ډېرې خرابې شي، په همدې توګه هغه هڅې چې د دواړو ګاونډ هېوادونو له خوا د اقتصاد، امنيت او بيارغونې په برخه کې روانې دي، نه جبرانېدونکى ګوزار به پرې وارد شي.

د يادونې ده، چې د کونړ پر سرحدي ولسواليو له تېرو شاوخوا پنځو مياشتو راهيسې د پاکستان د پوځ له لوري توپچي بريدونه کېږي، چې تر اوسه يې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او مالي زيانونه يې رامنځ ته کړي دي.

Related Topics