ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ځيني کارپوهان: کبيرخان بې پروا روزونکى دى او بايد لرې شي

د کرکټ ځيني کارپوهان: کبيرخان بې پروا روزونکى دى او بايد لرې شي

author avatar
22 Sep 2012 - 15:35
د کرکټ ځيني کارپوهان: کبيرخان بې پروا روزونکى دى او بايد لرې شي
author avatar
22 Sep 2012 - 15:35

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۱): د کرکټ لوبې يو شمېر کارپوهان له انګلستان سره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د خرابې لوبې پړه پر روزونکي کبيرخان اچوي او د هغه د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه کوي.

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د سريلانکا په کولمبو ښار کې د کرکټ د نړيوال جام د سياليو په لړ کې افغانستان ته لويه ماتې ورکړه، انګلستان افغانستان ته د ګټلو لپاره د ۱۹۷ منډو هدف اېښى و.

خو د افغانستان د لوبډلې دغه هدف ته د رسېدو لپاره په ۲۶ منډو اته پياوړي لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو يواځې د ګلبدين نايب د ښې لوبې امله د افغانستان منډې تر ۸۰ پورې ورسېدې او انګلستان د ۱۱۶ منډو په لوى توپير سره دا لوبه وګټله.

د کرکټ لوبې يو شمېر کارپوهان وايي، چې دوى له افغان لوبډلې د دومره خرابې لوبې هيله ځکه نه درلوده، چې له دې مخکې ملي لوبډله د هندوستان د ملي لوبډلې پر ضد ښه لوبه کړې وه.

د لوبې سپورتي رونيزې موسسې مسوول رحيم ګل څاروان وايي، چې د تېره شپه په لوبه کې له لوبغاړو او د دوى د روزونکي له خوا ګڼ شمېر تېروتنې وشوې.

هغه د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکى د لوبې پر مهال د لوبغاړو تېروتنو ته نه متوجه کېږي او بې غمه ناست وي.

څاروان زياته کړه: ((د نورو لوبډلې روزونکي د لوبې پر مهال په کتابچه او يا هم ليپ ټاپ کمپيوټر کې د لوبغاړو تېروتنې، د هغوى مثبت او منفي اړخونه ليکي او د راتلونکو لوبو په اړه يې بيا د سمولو هڅه کوي.))

نوموړى وايي، چې له انګلستان سره په ترسره شوې لوبه کې سمه لوبډله نه وه ټاکل شوې او د تېز توپ اچوونکي عزت الله دولتزي لوبول بې ځايه او لويه تېروتنه وه.

د هغه په وينا، د انګلستان لوبغاړي سست بالران يا سپنران نه شي لوبولى، د دولتزي پر ځاى بايد جاويد احمدي او يا هم نسيم بړېڅ ته ځاى ورکړل شوى واى.

رحيم ګل څاروان د ملي لوبډلې د بهرني روزونکي کبير خان پر ځاى د يوه بل پياوړي بهرني روزونکي د ګومارلو غوښتنه وکړه.

د کرکټ لوبې يو تن لوبڅار (امپاير) او د لوبې مجلې د امتياز خاوند ضراب شاه ظهير بيا وايي، چې د لسو کلونو له تېرېدو سره سره اوس هم افغان لوبغاړي د لوړې کچې له کرکټ سره ځانونه نه دي عيار کړي.

هغه وايي: ((په لوبډله کې داسې لوبغاړي شته، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په سيمه ييزو او نړيوالو سياليو کې برخه اخلي، خو اوس هم دوى تر فشار لاندې راځي، بې مسووليته لوبه کوي او ډېرى مهال په خپله د ځان سوځولو هڅه کوي.))

ظهير په ځانګړي توګه د افغان لوبډلې پر فيلډنګ سخته نيوکه وکړه او زياته يې کړه، چې له همدې امله مخالف لوبډلو زياتې منډې جوړې کړې او ملي لوبډله له لويې ماتې سره مخامخ شوه.

د جمال احمد په نوم د کرکټ يوه بل شنونکى بيا د ملي لوبډلې د بهرني روزونکي ترڅنګ پر لوبډل مشر يا کپتان نوروز منګل هم سخته نيوکه کوي او زياتوي، چې هغه د لوبې پر مهال ځينې بې ځايه پرېکړې وکړې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په داسې حال کې چې سست توپ اچوونکو يا سپنرانو ښه لوبه روانه کړې وه او د انګلستان لوبغاړي يې تر فشا لاندې راوستي وو، په دې وخت کې پر عزت الله دولتزي او شاه پور ځدران بالنګ کول ناسمه پرېکړه وه، چې همدا کار د ا فغانستان د ماتې لامل شو.

د کرکټ د چارو يو بل کارپوه او خبريال مطيع الله عابد پژواک اژانس ته وويل، لکه څنګه، چې د کرکټ اساسي جامه سپينه ده، همداسې بايد د کرکټ چارې هم پاکې او سپينې اوسي.

د هغه په وينا، د افغانستان د کرکټ لوبډلې وده له رکود سره مخ ده، څو کاله کيږي، چې د افغان لوبډله له يو خاص حد څخه مخکې نه ځي او له سترو لوبډلو سره د لوبې پر مهال له يو خاص فشار څخه نه ووځي.

نوموړي زياته کړه، چې د ملي لوبډلې لوبغاړي د خپلې سبا ورځې په اړه ډاډه نه ښکاري او د روزنې ستونزه يې دا ده، چې دوى ستونزه په توپ وهنه کې لري او روزونکی يې د توپ اچونې لپاره ورته نيولی دی.

عابد وويل: ((د سريلانکا سفر، افغانان له پخوا نه زيات خپل ملي ټيم ته متوجې کړي دي، نو د کرکټ د ودې په اړه پوښتنې هم زياتې جدي شوي دي، کرکټ بورډ بايد دې پوښتنو ته ځواب ووايي او هر څه شفاف څرګند کړي.))

بلخوا يو شمېر کسان بيا وايي، چې په يوه لوبه کې په خرابې کړنې سره د لوبډلې پخوانۍ ښې کړنې او برياوې بايد له پامه ونه غورځول شي.

د جاويد واک په نوم د کرکټ يو مينه وال وايي، چې همدا ملي لوبډله وه، چې له هندوستان سره يې ښه لوبه وکړه او د سريلانکا الف لوبډلې ته يې ماتې ورکړه.

هغه زياته کړه: ((موږ افغانان ډېر جذباتي يو، د يوې موضوع په اړه د ښه يا بد په اړه ډېر ژر پرېکړه کوو، دې ته نه ګورو، چې انګلستان د کرکټ د شل اووريزو سياليو نړيوال اتل دى او هغوى دوه کاله مخکې دا تلولي ترلاسه کړې وه.))

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دوى په سريلانکا کې د کرکټ د ملي لوبډلې لوبې ارزوي او وروسته يې په اړه پرېکړه کوي.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک اژانس ته وويل، چې د لوبغاړو د ټاکنې کمېسيون په ډېرې پاملرنې او له ټاکنيزو سياليو وروسته ملي لوبډله ټاکلې وه.

هغه زياتوي، چې همدا لوبډله څو ورځې مخکې په ويسټ انډيز کې د کرکټ اتلولي ترلاسه کړه او له هغې مخکې يې له اسټراليا سره ډېره ښه لوبه وکړه چې د نړيوالو له خوا يې ستاينه هم وشوه.

وفا دغه راز وويل، چې کله نا کله پر يوې لوبډلې بده ورځ راځي او پرون د افغانستان د لوبدلې لپاره بده ورځ وه او لوبغاړو ونه شو کړاى چې د انګلستان پر وړاندې سمه لوبه ترسره کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.