چاريکار (پژواک، تلې لومړۍ نېټه ٩١): تېره شپه ناپېژانده وسلوالو د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې يو پوليس وتښتاوه.
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب نېکزاد وايي، چې تښتول شوى کس ساتنمن دى او د سياه ګرد په امنيه قوماندانۍ کې يې دنده درلوده.
د سياه ګرد ولسوالۍ سرپرست محمدالدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تښتول شوى پوليس بريالى نوميږي او د سياګرد د فندقستان سيمې اوسېدونکى دى.
د ده په وينا، بريالى د خپلې کورنۍ له غړو سره د دې ولسوالۍ د وازغر په دره کې د خپل ماما کور ته د مېلمستيا لپاره تللى و.
د ده په وينا، وسلوالو مخالفينو بريالى د خپل ماما له کور څخه نا معلوم ځاى ته وړى دى.
د سياه ګرد ولسوالۍ سرپرست وايي، چې د سيمې د څو تنو مخورو او قومي مشرانو په همکارۍ د بريالي د خوشي کېدو هڅې پيل شوې دي.
د بريالي د تښتولو مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخستى.
شاوخوا دوې مياشتې مخکې، د سياه ګرد په ګاونډ شېخ علي ولسوالۍ کې هم دوه انجنيران وتښتول شول ، چې تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.