Language

پکتيکا کې د بېلابېلو پېښو له امله ٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩١): چارواکي وايي چې د پکتيکا په مرکز او سرروضه ولسوالۍ کې د ماين چاودنې او بريد پر مهال اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شفق د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ورځ په سرروضه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر سراچه موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.

د ده په خبره، په دې چاودنه کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، دغه راز نن غرمه مهال د ښرنې اړوند د مامورينو ښارګوټي سره نږدې، وسلوالو طالبانو د ښارګوټي پر درېيو کارګرانو ډزې وکړې، چې له امله يې يو وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د ښرنې د ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر بهرام هم پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته نن د سيمه ييزو پوليسو دوه مړي او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړى زياتوي، د مامورينو له ښارګوټي څخه هم يو مړى او دوه ټپيان ور وړل شوي، چې په وينا يې، د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم، وسلوالو طالبانو له ياد ښارګوټي څخه يو دولتي موټر له موټرچلوونکي سره تښتولى وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.