ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر هېوادوال د کرکټ د تېرې شپې لوبې ډېر خواشیني کړي

یو شمېر هېوادوال د کرکټ د تېرې شپې لوبې ډېر خواشیني کړي

author avatar
22 Sep 2012 - 20:54
یو شمېر هېوادوال د کرکټ د تېرې شپې لوبې ډېر خواشیني کړي
author avatar
22 Sep 2012 - 20:54

ښرنه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۱): د بېلابېلو ولایتونو اوسیدونکي د کرکټ د ملي لوبډلې د تېرې شپې په لوبه ډېر خپه شوي او لامل یې د توپ اچوونکو سمه نه ګومارنه بولي.

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د سريلانکا په کولمبو ښار کې د کرکټ د نړيوال جام د سياليو په لړ کې افغانستان ته لويه ماتې ورکړه، انګلستان افغانستان ته د ګټلو لپاره د ۱۹۷ منډو هدف اېښى و.

خو د افغانستان د لوبډلې دغه هدف ته د رسېدو لپاره په ۲۶ منډو اته پياوړي لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو يواځې د ګلبدين نايب د ښې لوبې امله د افغانستان منډې تر ۸۰ پورې ورسېدې او انګلستان د ۱۱۶ منډو په لوى توپير سره دا لوبه وګټله.

د کرکټ لوبې يو شمېر مینه وال وايي، چې دوى افغان لوبډلې ته ډېر هیله من وو ځکه، چې له دې مخکې ملي لوبډله د هندوستان د ملي لوبډلې پر ضد ښه لوبه کړې وه.

په پکتيا کې د کرکټ مينه وال له کرکټ ملي لوبډلې سخت خوابدي دي او وايي، چې دوی دواړه لوبې د خپلو تېروتنو له امله وبايللې.

عارف الله حق پرست وایي، چې له ۱۹۹۰ کلونو راهيسې د کرکټ نړيوالې سيالۍ ګوري او د کرکټ لوبغاړی هم دی.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، چې د ملې لوبډلې لوبغاړو ډېرې تېروتنې وکړې، کنه له هند څخه یې لوبه ګټلې وه.

ده زیاته کړه: ((دا د افغانانو خپله تېروتنه وه، چې فېلډېنګ یې ښه نه کاوه او برخلیک يې داسې شو.))

د حق پرست په وینا، انګلستان، چې د کرکټ بنسټګر دی او تېز توپ اچوونکي ډېر ښه لوبوی، له هغوی سره داسې لوبه کول، چې د سستو توپ اچوونکو پر ځای تېز بالران ور مخکې کېږي، ډېره لویه تېروتنه وه او هر افغان بايد له خپلې لوبډلې پوښتنه وکړي.

حقمل مسعودزی، چې د پکتيا اې لوبډلې لوبغاړی دی، پژواک اژانس ته وويل، چې په افغان لوبډله بايد بدلونونه رامنځ ته شي او نور له مصلحتونو په کې کار وانه خیستل شي.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ نوي ښه لوبغاړي لرو، له عزت دولتزي نه باطن شاه ډېر ښه بال کوي، له شفيق الله شفق څخه فضل نيازی ښه الراونډر دی او همداسې نور لوبغاړي هم شته.))

د غزني یو شمېر ښاریان هم د تېرې شپې د کرکټ سیالۍ، چي له انګلستان هېواد سره ترسره شوه او افغان لوبغاړو ونه شوای کولای، چې لوبه د ځان په ګټه تمامه کړي، بېلابېل نظرونه لري.

د غزني ښار یو اوسیدونکي اجمل بلهار جلالزي پژواک اژانس ته وویل، کله چې لوبه پیل شوه، افغان لوبغاړو ډېره ښه لوبه په مخ یوړه، چې شاپور ځدراڼ ډېره ښه توپ اچونه وکړه، خو وروسته لوبه ډېره خرابه شوه.

نوموړی په دې برخه کې کپتان نوروز منګل ملامته وي او وايي، چې د بال اچولو لپاره يې داسي کسان وګومارل، چې هغوی په وار وار تېروتنې تکرارولې.

بلهار وویل: ((کله چې دولتزی د بال اچولو لپاره راغی، نو خپل سیال ته يې ډېرې څلوريځې او شپږیځې ورکړي، خو د دویم ځل لپاره یې بیا هم دولتزی راوغوښت، چې دا ډېره لویه تېروتنه وه.))

د هغه په وینا، نوروز منګل باید د دویم ځل لپاره دا کار نه وای ترسره کړای، خو د ده په دې کار سره ډېرو خلکو ته ډول ډول پوښتنې پیدا شوې.

د غزني ښار یو بل اوسیدونکی وحیدالله جمعه زاده وايي، چې له هندوستان سره، که څه هم افغان لوبغاړي ونه توانیدل، چي لوبه وګټي، خو بیا هم ډېر ښه وځلیدل.

د هغه په وینا، خو تېره شپه افغان لوبغاړي په لوبه کي ښه ونه ځلیدل او نوموړی په دې کې افغان دولت ګرم بولي او وايي، چې په تېرو څو کلونو کې یې لوبغاړو ته لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.

وحیدالله وویل: ((موږ وینو چې افغان لوبغاړي لکه د نورو هېوادونو د لوبغاړو په څېر پوره وسایل، د کرکټ میدان او سم تکړه روزونکي په هره برخه کې نه لري.))

د ننګرهار د مرکز جلال اباد یو اوسېدونکی ځیرک پژواک اژانس ته وویل، چې د تېرې شپې لوبې په لیدو سره یې، نور له کرکټ څخه زړه تور شوی دی او پتیلي یې ده، چې له دې وروسته به کرکټ نه ګوري.

د هغه په وینا، دوی د افغان لوبډلې ته ډېر هیله من وو او له هندوستان سره یې ډېره ښه لوبه کړې وه، خو له انګلستان سره یې لوبه شرموونکې وه.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک اژانس ته وويل، چې د لوبغاړو د ټاکنې کمېسيون په ډېرې پاملرنې او له ټاکنيزو سياليو وروسته ملي لوبډله ټاکلې وه.

هغه زياتوي، چې همدا لوبډله څو ورځې مخکې په ويسټ انډيز کې د کرکټ اتلولي ترلاسه کړه او له هغې مخکې يې له اسټراليا سره ډېره ښه لوبه وکړه چې د نړيوالو له خوا يې ستاينه هم وشوه.

وفا دغه راز وويل، چې کله نا کله پر يوې لوبډلې بده ورځ راځي او پرون د افغانستان د لوبدلې لپاره بده ورځ وه او لوبغاړو ونه شو کړاى چې د انګلستان پر وړاندې سمه لوبه ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.