مزارشريف( پژواك، ٢تله ۹۱):د بلخ د ديني عالمانو شورا د يوې غونډې په ترڅ کې د هغه فلم جوړول وغندل، چې د اسلام د ستر پيغمبر بې حرمتي په کې شوې ده .
په امريکا کې د سام باسيل په نوم د فلم جوړولو يوې کمپنۍ داسې فلم جوړ کړى، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوى شوى دى .
دغه فلم بيا په امريکا کې د هغه کشيش لخوا خپور شوى، چا چې تېر کال د قران کريم د ځينو نسخو د سوځولو ناوړه هڅه کړې وه.
په مزار کې د همدې فلم په غبرګون کې سلګونو تنو د ديني عالمانو شورا او د اسديه دارالعلوم استادانو او زده كوونكو غونډه وکړه .
د يادې غونډې ګډونوال او د بلخ د عالمانو د شورا يوتن غړي مولوي ذبيح الله پژواك ته وويل، چې دوى په هېڅ ډول د مسلمانانو په توګه د خپل پيغمبر د بې حرمتۍ پر وړاندې غلي نه شي پاتې كېدى.
ده ياد شوي فلم ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د يو مذهب پر وړاندې د كركې د څرګندونې لپاره له دې پرته بل كار نه شواى تر سره كېدى.
د هغه په وينا، امريكا په اوسني حالت كې دې ته اړتيا لري، چې له مسلمانانو سره ښې اړيكې ولري خو د ياد فلم په څېر کړنې اړيكې خرابوي.
د اسديې مدرسې زده كوونكي بسم الله وويل، چې كه چېرې د اسلام پر وړاندې د امريكا دا ډول کړنې روان وي ، نو ستونزې به لا پسې ډېرې كړي.
نوموړي زياته كړه، چې دوى به هېڅكله هڅه ونه كړي ،چې د نورو دينونو د سپكاوي لپاره كوم عمل تر سره كړي، خو بل چاته هم اجازه نه ورکوي ، چې د اسلام پيغمبر ته بې حرمتي وکړي.
هغه وايي، چې دوى د ژوند تر اخري سلګۍ د خپل پيغمبر د ننګې لپاره ولاړ دي.
ياده احتجاجي غونډه د مزارشريف ښار د اسديې مدرسې په انګړ كې تر سره شوه، چې خلكو ته د ديني عالمانو له ويناوو څخه وروسته سلګونو خلكو د انګړ په منځ كې لنډ لاريون وكړ او د امريكا بيرغ ته يې اور ورته كړ.