مزارشريف (پژواك، ۲تله ۹۱):د بلخ د سولې د عالي شورا مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې د ملا ظفر په مشرۍ د وسلوالو مخالفينو ۱۳ كسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.
د بلخ ولايت د سولې د عالي شورا د اړيكو مسوول ذبيح الله د تلې په ۲مه،د يادو مخالفينو د تسلمېدو په موخه په جوړه شوې غونډه کې وويل چې ياد كسان په بلخ کې په ورانكارو فعاليتونو بوخت و او د سيمې د اوسېدونكو په مرسته له ۹ ميله بېلا بېلو وسلو سره د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.
ده وويل، چې له دولت سره د مخالفينو د دغې ډلې په يو ځاى کېدو سره به په ځينو سيمو کې امنيتي حالت ښه شي.
د يادې ۱٣ كسيزې ډلې قوماندان ملا ظفر وويل، چې دوى د اسلام په نامه له تېرو څو كلونو ډېر ستړي كړاى شول او اخر يې هم كومه نتيجه ورنكړه.
د هغه په وينا ، دوى ته د پاكستان د استخباراتي كړۍ له لوري پيسې او وسلې وركول كېدې، چې د خپل دولت پر خلاف د سيمې د ناامنۍ په موخه ورانكارۍ وكړي.
ملا ظفر وويل: ((له دولت سره د يو ځاى كېدو له امله دومره خوښ يم چې په جامو كې نه ځايېږم دا زړه مې راته وايي، چې سم اسلامي او د وطن د ګټې په خاطر مې نن يو څه كړي دي.))
د بلخ ولايت د ولايتي شوار رييس ډاكټر محمد افضل له تېرو څو مياشتو په دغه ولايت كې د سولې د عالي شوار هڅې وستايلې.
نوموړي پژواك ته وويل، دوى ګوري چې له تېرو دوو مياشتو د يادې شورا د هڅو له امله نږدې ۷۰ وسلوال مخالفين له جګړې لاس په سر شوي دي.