Language

مزار شريف (پژواک، ٣ تله ٩١): د بلخ امنيتي چارواكي وايي، چې په دغه ولايت كې د ډاډمن امنيت په موخه سيمه ييز پاسپورټونه نه وېشل كېږي، بلكې د خلكو د تثبيت په موخه فورمې ډكېږي.

 د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس، وړمه ورځ رسنيو ته ويلي وو، چې په بلخ ولايت كې د ډاډمن امنيت په موخه د دغه ولايت اوسېدونكو ته سيمه ييز پاسپورټونه وركول كېږي.

 خو نوموړي نن د تلې په ۳مه، له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې رسنيو د ده له خبرو څخه ناسم تعبير كړى دى.

 نوموړي زياته كړه: ((دا سمه ده، چې ما د ساحوي پاسپورټونو د وېش خبره كړې ده؛ خو دا هغه پاسپورټ نه دى، چې خلك پرې له يو ملك څخه بل ملك ته ځي، دا په پوليسو كې د يوې سيمې خلكو د تثبيت لپاره ځانګړې فورمې دي، چې جنايي برخې پورې اړه لري.))

 د هغه په وينا، دا كومه نوې مسئله هم نه ده، د هېواد په امنيتي چارو كې له پخوا څخه د يو ولايت يا د سيمې د خلكو د تثبيت  په موخه ورته فورمې د جنايي برخې لخوا د ناحيو او كليو د مشرانو په مرسته او ضمانت ډكېږي او خوندي پاتې وي.

 امنيه قوماندان وويل: ((موږ نه چاته پېژندپاڼه وركوو،نه تذكره وركوو او نه هم پاسپورټ، چې ورڅخه دې غلط سياسي برداشت وشي.))

 نوموړي د فورمو په اړه وويل، چې دوى په بلخ ولايت كې ټولې كورنۍ، سوداګريز شركتونه، دوكانونه، ماركېټونه او داسې نور ځايونه د يادو فورمو له مخې تثبيتوي.

 د هغه په وينا، ورته چارې له دوى سره د ډاډمن امنيت رواستو په برخه كې مرسته كوي.

 سالم احساس وويل، چې د همدې فورمو له مخې كله چې نوي خلك دغه ولايت ته ننوځي، ژوند په كې كوي، سوداګري كوي او يا نورې چارې؛ نو دوى پوهېږي، چې نوي خلك دي، چې په اړه يې بايد معلومات بشپړ كړي.

 نوموړي زياته كړه، چې په همدې موخه يې د ناحيو او كليو له مشرانو سره ګډ كار پيل كړى او هڅه كوي، چې دغه چاره ژر ترژره تر سره كړي.

 د هغه په وينا، ورته چارې په امنيتي ارګانونو كې يو معمول دى، چې د ده د معلوماتو له مخې، له دې مخكې په كابل او كندهار ولايتونو كې هم دغسې فورمې ډكې شوې دي.

Related Topics