Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په شاه جوى کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کلات (پژواک ٣ تله ٩١): چارواکي وايي، چې د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوی او د يوه قومي مشر په ګډون درې نور ټپيان دي.
د شاه جوى ولسوال محمد صديق د تلې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه تېره ورځ مازيګر د يادې ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي پر يو موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي وو او د شاه جوى روغتون ته نږدې چاودنه ورکړل شوه.
د هغه په وينا، د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوی او د قوماندان جمال خان په ګډون، چې يو دولت پلوه قومي مشر دی، درې تنه نور ټپيان دي.
خو د زابل امنيه قوماندانۍ ياده چاودنه ځانمرګی بريد بولی.
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې يو ځانمرګی بريدکوونکی، چې د پوليسو تر تعقيب لاندې و، موخې ته تر رسېدو وړاندې د پوليسو له لوري په نښه شو، چې په پايله کې ځانمرګی وژل شوی او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.