Language

مزارشريف )پژواک، ٤تله ٩١):د بلخ ولايت په مركز مزراشريف ښار كې د سولې اونۍ د نمانځنې په ترڅ كې د سولې پيغام لرونكي لسګونه انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

 د سولې د نمانځنې په موخه د انځورونودغه نندارتون د تلې په ۴مه، په مزارشريف كې د افغانستان د تعاون مركز لخوا نندارې ته وړاندې شول.

 د افغانستان د تعاون د مركز مشر حميد صفوت د تلې په ٤مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د مزارشريف ښار ٣٠ تصوير اخستونكو په دغه ننداره كې برخه اخيستې وه.

 نوموړي زياته كړه، چې په ننني نندارتون كې څه باندې ۵۰ تصويرونه نندارې ته وړاندې شول، چې د سولې پيغام يې وړاندې كاوه.

 د هغه په وينا، ممكن نندارې ته وړاندې شوي ډېرى تصويرونه د مسلك له مخې ،نيمګړتياوې ولرې؛ خو دوى ته مهمه دا وه، چې تصويرونو د سولې پيغام درلود.

 صفوت وويل، چې د تصوير اخيستونكو د لا تشويق په موخه په ياد نندارتون كې درې غوره تصويرونه هم وټاكل شول.

 نوموړي زياته كړه، چې د مصطفى نجفي زاده، مبارك پروېز او قيس عسيان يو يو تصوير په درې غوره تصويرونه كې حساب شول.

 مصطفى نجفي زاده په دغه نندارتون كې د خپلو تصويرونو وړاندې كول د خپل مسلك لپاره ښه تجربه وګڼله. نوموړي پژواك اژانس ته وويل، دى وياړي چې يو تصوير يې په درې غوره تصويرونو كې حساب شو.

 د هغه په وينا، د ده اخيستل شوى تصوير د ملي اردو د سرتېرو و، چې د سولې پيغام يې درلود.

 نجفي زاده وويل: ((د ملي اردو درې سرتېري په داسې حال كې چې لمر د ډبېدو په حال كې دى، مخ پر لوړه روان دي- د لمر د ډوبېدو له امله د سرتېرو مخې ته رڼايي ښكاري، چې سرتېري يې پر لوري ګامونه اخلي- همدا رڼايي د سولې مانا وركوي، چې افغان سرتېري ورپسې دي.))

 د تصويرونو نندارچيانو هم نندارې ته وړاندې شوي تصويرونه ښه وبلل او د سولې د مفهوم د وړاندې كولو لپاره يې ښه او يوه بېله لاره وګڼله.

 احمد اميد، چې د يادې نندراې تصويرونه يې كتل پژواك ته وويل، چې دوى هره ورځ د سولې په نامه ډېر څه اوري، خو د سولې په نامه يې څه ليدلي نه و.

 نوموړي زياته كړه، چې د هر تصوير په ليدو يې د سولې په اړه ډېرې خبرې زړه ته لوېدې، چې د سولې پيغام يې وركاوه.

Related Topics