Language

د کونړ محصلينو هم د امريکايي فلم پر ضد لاريون وکړ

اسعداباد (پژواک ٤ تله ٩١): د کونړ پوهنتون سلګونو محصلينو د امريکايي فلم پر ضد سوله ييز لاريون وکړ.

دغه لاريون نن (د تلې ٤مه) د کونړ په مرکز اسعداباد کې د سيد جمال الدين افغان پوهنتون د محصلينو له خوا د دغه پوهنتون په ودانۍ کې ترسره شو.

لاريون کوونکو د امريکا او د هغه فلم د جوړوونکو پر ضد شعارونه ورکول، چې د اسلام ستر پيغمبر ته يې سپکاوى کړى دى.

د لاريون پر مهال محصلينو د امريکا د ولسمشر بارک اوباما جوړ شوي ګوداګي ته هم اور ورته وکړ او ويې سوځاوه.

د دغه لاريون يوه سمبالوونکي عبدالواحد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ياد فلم د جوړوونکو محاکمه غواړي.

هغه د امريکا له حکومت څخه وغوښتل، چې د بيان د ازادۍ په قانون کې بدلون راولي او څوک چې د نورو مقدساتو ته سپکاوى کوي، هغوى ته سزا وټاکي.

لاريون شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ او وروسته محصلين په سوله ييزه توګه خپلو صنفونوته ننوتل.

د يادونې ده، چې په امريکا کې د اسلام د ستر پيغمبر پر ضد د جوړ شوي فلم او په فرانسه کې د حضرت محمد (ص) د کارتونونو خپرولو پر ضد په افغانستان او ټوله نړۍ کې د لاريونونو لړۍ پيل شوې، چې اوس هم ادامه لري.

Related Topics