Language

عطا محمد نور د واليانو د صلاحيتونو د ډېرېدو غوښتنه وکړه

مزارشريف پژواك ٤ تله ٩١ ) : د بلخ والي عطامحمد نور له ولشمسر څخه د واليانو د واك او صلاحيتونو د ډېرېدو غوښتننه وكړه.

 د بلخ ولايت په مقام كې د تلې په ۴مه، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د ملكي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د مستقل كمېسيون لخوا د ولسمشر د ۴۵ نمبر فرمان د پلي كېدو په موخه، د ادارې اصلاح او د ښې حكومتدارۍ تر سرليك لاندې غونډه وشوه.

 په دغه غونډه كې د سيمه ييزو ارګانونو رييس، د بلخ د والي په ګډون، د دغه ولايت يو شمېر رييسانو، د ولايتي شورا رييس او ځينو قومي مشرانو ونډه اخيستې وه.

 د بلخ والي عطا محمد نور د خپلو خبرو په ترڅ كې په مركز كې په يو شمېر دولتي ادارو نيوكه وكړه، چې په ولايتونو كې د بيارغونې د چارو د ټكنيتوب لامل ګرځي.

 نوموړي د كومې ځانګړې ادارې نوم وانخيست خو زياته يې كړه: ((په مركز كې د يو شمېر دولتي ادارو د كار ټكنيتوب د دې لامل شوى، چې په ولايتونو كې پرمختيايي پروژې له خنډ او ځنډ سره مخ شي.))

 د هغه په وينا، لا هم د وزيرانو شورا د پرېكړې خلاف د زير بنايي پروژو قرارداونه په مركز كې نيول كېږي، چې د كار د ټكنيتوب لامل ګرځي.

 د بلخ والي د همدې ستونزو د حل په موخه له ولسمشر حامد كرزي څخه د واليانو د صلاحيتونو د ډېرېدو غوښتنه وكړه.

نوموړي زياته كړه، كه چېرې د واليانو صلاحيتونه ډېر شي دى يقين لري، چې په ولايتونو كې به پرمختيايي چارې ګړندۍ شي.

 د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي په ياده ناسته كې له خلكو څخه له دولت سره د مرستې غوښتنه وكړه.

 نوموړي زياته كړه، چې په همدې ترڅ كې دوى د هېواد له ټولو ښارواليو څخه غوښتې چې د ځمكو د غاصبينو ليست دوى ته وسپاري، چې په اړه يې جدي كار وكړي.

فراهي وويل، چې دغه ناسته د ولسمشر د ۴۵ نمبر فرمان د عملي كېدو په موخه جوړه  شوې ده، چې په دولتي ادارو كې اصلاحات رامنځ ته شي.

 

Related Topics