پاراخ (پژواک ٥ تله ٩١): چارواکي وايي، چې نن سهار د پنجشېر پر مرکز د توغندويو په بريد کې د ولايتي شورا ودانۍ دېوال زيانمن شوى او د بريد په تړاو دوه تنه نيول شوي دي .
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدنجيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد توغندي له مرکز څخه شاوخوا درې کيلومتره لرې د “کرباشي” له غره توغول شوي دي.
د ده په وينا، له يادو توغنديو څخه دوه يې د غره په لمن کې لګېدلي خو يو يې د ولايتي شورا د ودانۍ د انګړ پر دېوال لګېدلى دى.
هغه وويل، توغنديو د ياد دېوال د يوې برخې له زيانمنېدو پرته نور زيان نه دى اړولى.
دى وايي، چې د بريد په تړاو د پنجشېر دوه اوسېدونکي نيول شوي او په اړه يې پلټنې روانې دي.
ده په دې اړه، چې دغه بريد به د چا له خوا تر سره شوى وي؟ وويل، چې دغه بريد سياسي انګېزه نه لري؛ ځکه چې په پنجشېر کې د حزب اسلامي او وسلوالو طالبانو کسان نشته.
هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته په دې اړه زياته کړه، چې د خلکو شخصي سليقې، نارضايتي او بېکاري د دغه بريد لامل کېداى شي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دغه بريد وسلوالو طالبانو کړى او ډېر مالي او ځاني زيانونه يې اړولي دي.
د پنجشېر د مرکز بازارک د سيمې اوسېدونکى عبدالودود علي مردان بيا وايي، چې دغه ډول بريدونه که هر څوک کوي او هر لامل لري، خلک اندېښمن کوي.
ده له اړوند چارواکو غوښتنه وکړه، چې په پنجشېر کې د نا امنيو مخه ونيسي.
پنجشېر د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله امن ولايت دى، خو په تېر يو کال کې له دغه ولايت څخه هم د نا امنيو راپورونه ورکړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په تېر يو کال کې درې ځلې د دغه ولايت پر مرکز او دوه ځلې د دويمې حصې، دوه ځلې د پريانو او يو ځل د لومړۍ حصې د ولسواليو پر مرکزونو توغندويي بريدونه شوي او يو ځل په بازارک کې په يو ښوونځي کې چاودنه شوې ده.
په دغو بريدونو او چاودنه کې مالي ز يانونه اوښتي خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.