Language

ښرنه (پژواک ٥ تله ٩١): د پکتيکا په مرکز ښرنه ښار کې د اوبو د يوه کوچني بند او ويالو جوړولو چارې بشپړې او د تلې په پنځمه نېټه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په پکتيکا کې د مرکزي اسيا د پراختيايي ادارې استازي اخترمحمد تڼي چې د دې پروژې د ترسره کېدو چارې يې پر غاړه وې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پروژه کې د سرې کلاپه نوم د اوبو يو کوچنی بند او د څلورسوه مترو په اوږدوالي ويالې شاملې دي.

هغه زياته کړه، چې د دغه بند له اوبو څخه به د مرکز ښرنې اړوند د لسګونو کليو بزګران او ځمکوال ګټه واخلي.

تڼي وويل، چې دغه پروژه په څلورنيمو مياشتو کې بشپړه شوې، ٤٨٠ زره امريکايي ډالر پرې لګښت راغلى، چې د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا ورکړل شوى دى.

د نوموړي په وينا، دغه پروژه د پکتيکا د اوبو لګولو رياست په هلوځلو او وړانديز منظوره او د ولايتي شورا په همکارۍ ترسره شوه.

تڼى وايي، چې د دې پروژې د بشپړېدو پر مهال د سيمې ٥٠٠ ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه.

د پکتيکا مرستيال والي جو محمد ځدراڼ دغه پروژه د مرکز ښرنې د ځمکوالو او کروندګرو لپاره ډېره ګټوره وبلله.

نوموړي زياته کړه، چې دا د ښرنې د بزګرانو  زړه غوښتنه او د هغوی لويه اړتياوه چې دوی ته بايد همدا بند وتړل شي.

د ښرنې د سرې کلا يوه اوسېدونکي شاه محمد پژواک اژانس ته وويل، چې له دې پروژې سره يې ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې وه او هم يې ورسره ځمکې خړوبيږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.