ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانان د بشري حقونو له سرغړوونکيو سره حساب غواړي

author avatar
27 Sep 2012 - 20:27
author avatar
27 Sep 2012 - 20:27

کابل(پژواک٦تله٩١): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونوخاص استازى وايي، افغانان تمه لري چې ژر يا وروسته پر بشري حقونو تېري کوونکي د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبيش نن په کابل کې يوې غونډې ته چې د سولې د نړيوالې ورځې په وياړ جوړه شوې وه، په خپل ثبت شويو ويډيويي خبرو کې وويل چې، تېر شوي او روان ظلمونه به د افغانانو هېر نه شي.

يان کوبيش وويل چې افغانستان ته د خپل راتګ راهيسې په دې هېواد کې د بې توپيره ځانمرګيو بريدونو، د سرک غاړې د چاودنو، د ملکيانو وژنو او بې رحمانه وژنو  د غمجنې او پاى ته نه رسېدونکي لړى شاهد دى .

هغه په خپلو خبرو کې په تېره بيا هغه بريدونه خواشينوونکي وبلل چې په قصدي ډول پر ملکي وګړيو ترسره کېږي او د ښځو، ماشومانو په ګډون هغه کسان پکې وژل کېږي چې په جګړه کې ښکېل نه دي.

يان کوبيش وويل چې په دې وروستيو کې خو ان د واده او  جنازې سپېڅلي ديني مراسم او جوماتونه چې د عبادت او سولې ځايونه دي، هم له بريدونو خوندي نه دي.

ده زياته کړه:” زه له ټولو هغو کسانو چې دا ترهګريز عملونه ترسره کوی پوښتنه کوم، چې د انسان ژوند ته درناوى چېرته دى؟ د افغانستان د اصيلو خلکو دود کوم دى؟ د اسلام په کوم ځاى کې تاسو د ځانمرګيو بريدونو او د ملګي وګړيو په نښه کول او وژل توجېه کولاى شئ!؟”

يان کوبيش وايي، د افغانستان خلک پوهېږي چې چا څه کړي دي او ددې تمه لري چې ژر يا وروسته له بشري حقونو سرغړوونکي او پر بشر حقونو تېري کوونکي، د قانون منګولو ته وسپارل شي.

دده د معلوماتو له مخې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تېره مياشت پر دې اړتيا ټينګار وکړ چې د ترهګريزو کړنو د عاملان، سمبالوونکي، تمويلوونکي او ملاتړي د عدالت مېز ته راوستل شي.

د يان کوبيش په خبره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پتيلې چې په دې برخه کې د خپلو  پرېکړه ليکونو، کړيو ژمنو او  نړيوالو قواعدو سره سم،  په فعاله توګه له افغاني چارواکيو سره مرسته  وکړي.

په نننيو مراسمو کې چې د سولې د نړيوالې ورځې په وياړ جوړه شوې وه، ځينو لوړپوړيو حکومتي چارواکيو، بهرنيو ديپلوماتانو، د مدني ټولنې او ملي شورا غړيو ګډون کړى وو.

د سولې په وياړ په جوړه شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو خاص استازى همداراز پنځو هغو افغان ورزشکارانو ته چې د المپيک په لوبو کې يې ګډون کړى وو، د سولې د سفيرانو لقب ورکړ.

ده وويل چې افغان لوبغاړو د يوې اونۍ لپاره د جګړې او ناندرۍ فضا د ورزش په وسيله د سولې په فضا واړوله.

کوبيش په خپل ثبت شوي پيغام کې د پنځو افغان لوبغاړو نثار احمد بهاوي، روح الله نيکپا، فهيم رحيمي، تهمينې کوهستانۍ او اجمل فيضي نومونه ياد کړل او د لاس بندونو د تړلو لپاره يې د غونډې دریځ ته وروغوښتل.

دغو لوبغاړو ته د يان کوبيش د مرستيال لخوا د سولې په وياړ سپين لاس بندونه هم پر لاس وتړل شول.

يان کوبيش وويل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې هڅه کوي چې له افغانانو سره مرسته وکړي، ترڅو سوله په يوه واقعيت بدل کړي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.