Language

پولنډ له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون غوښتونکى شو

کابل (پژواک ٦ تلى ٩١): د پولنډ ولسمشر له افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند مسوده د غور لپاره ولسمشر کرزي ته وړاندې کړې، تر څو يې په اړه افغان حکومت خپل شرايط او وړانديزونه له ياد هېواد سره شريک کړي.

د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په راغلي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د پولنډ ولسمشر برونيسلو کاموروسکي ياده مسوده تېره ورځ له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې وړاندې کړې ده.

سرچينې د ولسمشر کرزي له قوله ليکلي، چې د ستراتيژيکو همکاريو ياده مسوده به د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت او د ملي امنيت شورا له خوا وکتل شي او بيا به يې په اړه دغه هېواد ته خپل شرايط او وړانديزونه وړاندې کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه راز په دې کتنه کې دواړو لورو تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د پولنډ د مرستو د څرنګوالي په اړه هم خبرې کړي دي.

خبرپاڼې د کوموروفسکي په خبره وايي، چې پولنډ به تر ٢٠١٤ کال وروسته هم د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

پولنډ د ناټو- ايساف ځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې څه د پاسه ٢٥٠٠ سرتېري لري، چې په غزني ولايت کې مېشت دي.