Language

افغانستان او پيرو د ډيپلوماتو اړيکو  رامنځته کولو سند لاسليک کړ

واشنګټن (پژواک،٧تله٩١): د افغانستان او پيرو د بهرنيو چارو وزيرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د رامنځته کولو سند لاسليک کړ.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، په واشنګټن کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ديپلوماتيکو اړيکو د رامنځته کولو ياد شوى سند د تېرې ورځې په پيل کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول او د پيرو د بهرنيو چارو وزير رافيل رانکاګيولو(Rafael Roncagliolo) لخوا لاسليک شو.

موسى زي زياته کړه، چې پيرو له مخدره توکيو سره د مبارزې په برخه کې د روزنې، د طبيعي زېرمو د انکشاف او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا وړانديزونه وکړل.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير همداراز د ملګرو ملتونو د روانې ناستې په څنډه کې د ډنمارک د بهرنيو چارو له وزير سره هم وکتل.

د ورځې په پيل کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاويد لودين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه معلومات ورکړل.

لودين وويل ،چې د سولې پروسه د افغانستان د حکومت په لومړيتوبونو کې ده.