هرات ښار (پژواک ٨ تله ٩١): د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د ملي پوليسو د روزنيز مرکز د يوه استاد په ګډون په داسې حال کې دوه تنه ووژل شول، چې ټاکل شوې، نن د دغه مرکز امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د لوېديځې حوزې د پوليسو مطبوعاتي مسؤول سمونوال عبدالرووف احمدي وايي، چې د سړک غاړې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د ادرسکن ولسوالۍ په ميرعلي سيمه کې د پوليسو پر موټر وشوه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پېښه کې د روزنيز مرکز يو استاد له يو ژباړونکي سره وژل شوى او دوه پوليس ټپيان دي.
احمدي زياته کړه، چې دغه موټر له هرات ښار څخه د ادرسک د ملي پوليسو روزنيز مرکز ته روان وو.
د لوېديځې حوزې د پوليسو مطبوعاتي مسؤول د دې چاودنې مسؤوليت د دولت د وسلوالو مخالفينو پر غاړه واچاو او ويې ويل، چې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه، چې ټاکل شوې د ادرسکن د ملي پوليسو د روزنيز مرکز امنيتي چارې نن له ايساف څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه، چې د لېږد په مراسمو کې به د هرات امنيتي چارواکي او د کورنيو چارو وزارت پلاوى هم ګډون وکړي.
خو سرچينې په دې اړه، چې ايا دغې چاودنې له مراسمو سره کوم تړاو درلود او که نه؟ څه ونه ويل.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دوى دغه چاودنه په ادرسکن ولسوالۍ کې د عامه نظم د پوليسو پر موټر ترسره کړې، چې په ترڅ کې يې درې پوليس وژل شوي، دوه ټپيان دي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
د يادونې چې تېره اوونۍ د يوه ريموټ کنټرول ماين د چاودنې له په ادرسکن کې د پوليسو د روزنيز مرکز مخې ته د يوه خصوصي امنيتي شرکت دوه نظامي کسان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول او طالبانو هم د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP