کابل ښار (پژواک،٩ تله ٩١): د علومو اکاډمۍ د اسنادو له مخې، د دغې اکاډمۍ د پلان رييس په يو وخت د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مشاور هم دى.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ لخوا د ٧٢٩ ګڼې رسمي مکتوب، چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ترلاسه کړې، د دغې اکاډمۍ د پلان رياست ته لېږل شوى او په کې راغلي، چې د ١٣٩١کال د وږي په شلمې له ماليې وزارت څخه ٧١٦٥ ګڼه مکتوب د اقتصاد وزارت ته لېږل شوى.
په دغه مکتوب کې راغلي، چې د علومو اکاډمۍ د پلان رييس محمد موسى رحيمي د ١٣٩٠ لمريز کال راهيسې د اقتصاد وزارت لخوا د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ د مشاور په توګه ګومارل شوى دى.
مکتوب کاږي، په داسې حال کې، چې محمد موسى رحيمي د علومو په اکاډمۍ کې هم د پلان د رييس په توګه دنده ترسره کوي، چې دا د قانون خلاف عمل دى او يو شخص نه شي کولاى، چې په يو وخت دوه رسمي دندې ولري.
په مکتوب کې د پلان له رييس غوښتل شوي، چې په دې اړه د علومو اکاډمۍ رياست ته کره معلومات ورکړي.
د علومو اکاډمۍ يوه غړي ،چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې يواځې رحيمي نه، بلکې په خپله د دغې اکاډمۍ سرپرست رييس ډاکټر نجم الدين ترين هم دويمه رسمي دنده لري.
د هغه په وينا، د علومو اکاډمۍ سرپرست رييس له خپلې دغې دندې سره په ولسي جرګه کې هم د مشاوريت رسمي دنده لري، چې دا هم د قانون خلاف ده.
سرچينې زياته کړه، چې له دې پرته د علومو اکاډمۍ نور يو شمېر غړي او رسمي مامورين هم دويمې رسمي دولتي دندې لري، خو هغه د چا نومونه په ډاګه نه کړل.
د علومو اکاډمۍ د پلان رييس محمد موسى رحيمي پژواک اژانس ته ومنله، چې دى په غير رسمي وخت کې د کار ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو په وزارت کې کار کوي.
د هغه په وينا، د علومو اکاډمۍ له ياد وزارت سره پروتوکول لري او همدغه وزارت په رسمي ډول په حقوقي برخه کې له علومو اکاډمۍ د يو سلاکار غوښتنه کړې وه، چې اکاډمۍ دى ورته معرفي کړ.
نوموړي زياته کړه، چې د ده د مشاوريت تنخوا هم د ماليې وزارت له خوا نه، بلکې د (RDS) په نوم يوه موسسه ورکوي.
د رحيمي په خبره، کوم مکتوب چې د ماليې وزارت لخوا د علومو اکاډمۍ ته راليږل شوى و، د هغه ځواب د اکاډمۍ لخوا ورکړل شوى دى.
خو د علومو اکاډمۍ سرپرست رييس ډاکټر نجم الدين ترين پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معيوبينو وزارت سره پروتوکول لري، خو د اکاډمۍ غړي او مامورين کولاى شي په غير رسمي وخت کې هلته دنده ترسره کړي.
د هغه په وينا،د اکاډمۍ د پلان رياست لخوا د دوى د مکتوب په ځواب کې ويل شوي، چې نوموړى رييس په رسمي وخت کې هم په وزارت کې دنده ترسره کوي او دا غير قانوني ده.
نوموړي زياته کړه،چې دوى د ماليې وزارت مکتوب ته ځواب ورکړى او نور هغوى پوهيږي او عدلي او قضايي ارګانونه.
ترين د ځان په اړه، ادعا چې ګواکې په ولسي جرګه کې د مشاوريت دنده لري، په کلکه رد کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP