Language

د کونړ چارواکي: طالبانو درې ملکي وګړي وژلي

اسعداباد (پژواک ٩تله ٩١): د کونړ چارواکي وايي چې وسلوالو طالبانو په دې ولايت کې درې ملکي وګړي د له خوا وژل شوي دي.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د تلې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې مخکې، وسلوالو طالبانو درې ملکي وګړي د وټه پور ولسوالۍ له مربوطاتو څخه تښتولي وو.

نوموړي زياته کړه چې وسلوالو طالبانو، دغه کسان دولت سره د همکارۍ په تور برمته کړي وو.

واصفي وايي، تښتول شوي کسان پرون شپه د وسلوالو طالبانو له لوري وژل شوي دي.

د ده په خبره، وژل شوي کسان بې ګناه او له دولت سره يې هېڅ تړاو نه درلود.

يو تن د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، دغه کسان د وټه پور ولسوالۍ اړوند د کټار ګمبير اوسېدونکي وو.

د يادې پېښې په اړه تراوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.

Related Topics